د لاس رسي وړ اتصالات

عامیانه اصطلاحاتو او محاورو د انګلیسي زده کړه ستونزمنه کړې


د انګلیسي ژبې هغه زده کوونکي چې ابتدايي کلمات او ګرامر یې زده دی، ددغې ژبې د عامیانه اصطلاحاتو او محاورو د زده کړې له مشکل سره مخامخ دي.

د انګلیسي عامیانه اصطلاحات یا (slang) د نړۍ په مختلفو انګلیسي ژبو سیمو او هېوادونو کې توپیر لري او په دوامداره توګه بدلیږي.

کله چې د انګلستان لومړي وزیر بوریس جانسن یوه میاشت وړاندې خپله استعفا اعلان کړه ، هغه یوه امریکایي محاوره وکاروله، چې د خراب ګرامر څخه ډکه وه.

هغه وویل: "او زه غواړم تاسو پوه شئ چې زه څومره غمجن یم چې زه په نړۍ کې تر ټولو غوره دنده پریږدم. دا هغه لاره ده چې شیان پیښیږي."

په انګلیسي کې د (them’s the breaks) اصطلاح معنی دا ده چې (دا هغه لاره ده چې شیان پیښیږي). دا اصطلاح د بلیارد په لوبه کې کارول کېږي او اشاره يې په لوبه کې د لوبغاړي لومړی شارټ یا د دانو ماتولو یا خورولو ته ده چې د لوبغاړي چانسونه ټاکي.

په امریکا کې د ژبې د زده کړې یو روزنیز مرکز زده کوونکو ته هغه عامیانه محاروې هم ورښيي چې په ورځني ژوند کې زیات استعمال لري.

دلته زده کوونکي د بوریس جانسن لخوا د کارول شوې (them’s the breaks) اصطلاح په څېر د عامیانه محاورو په اړه څېړنه او زده کړه کوي.

ډیویډ برک، د "سلنګمان" درسي کتاب لیکوال وايي، د دې اصطلاحاتو سمه ژباړه کله کله سخته وي خو په عمومي کچه پرې خلک پوهېږي.

هغه د بېلګې په توګه د (I’m having a blast) اصطلاح یادوي. لغوي معنی یې دا ده چې (زه یوه چاودنه لرم)، په داسې حال کې چې ددغې محاورې اصلي معنی (زه ښه وخت لرم) ده.

دا لیکوال وايي، د انګلیسي ژبې زده کوونکو ته بله ستونزه دا ده چې ددغې ژبې اصلي ویونکي عامې محاورې لنډوي.

ډیویډ برک وايي: "موږ وایو (I do not know)—يعني زه نه پوهیږم. خو هیڅوک دا پوره نه وايي او پر ځای یې (I don’t know) کاروي. ځینې خو یې نور هم لنډوي او په شفاهي محاورو کې یوازې (I dunno) وايي".

ویرانیکا کمپوس د ژبې د زده کړې د مرکز د انګلیسي زده کوونکې په اصل کې د مکسیکو ده. هغه وايي، د عاملیانه محاورو په زده کړه کې له مشکل سره مخامخ ده.

ویرانیکا د بیلګې په ډول د انګلیسي د (party) کلمه ښيي چې د (محفل)، (سیاسي ګوند) او داسې نورې مختلفې معناګانې لري.

هغه وايي: "په مکسیکو کې چې مونږ د تفریح دپاره وځو نو دې ته پارټي وايو. خو دلته په حکومت کې کارول کیږي. نو ما چې دا واورېدل. راته جالته وه او پرې پوه نه شوم".

عامیانه محاوري په فلمونو، تلویزیوني خپرونو او ټولنیزو رسنیو کې زیات کارول کیږي.

کای یاماناکا، جاپانی زده کونکی دی، وايي، د ټولنیزو رسنیو، یوټیوب او انسټاګرام د استعمالولو له لارې د انګلیسي محاورو په بېلا بیلو معناګانو پوه شوی دی.

عامیانه محاورې په ځوانانو کې ډیرې عامې دي او دغه محاورې د بدلون په حال کې دي.

لیکوال ډېوېډ برک وايي، کله چې یو محفل ښه وي، مونږ یې په اړه وايو (party is on fire) چې لغوي معنی یې (محفل کې اور لګېدلی)، خو په اصل کې ددې محاورې معنی ده چې (محفل ګرم دی).

XS
SM
MD
LG