د لاس رسي وړ اتصالات

داخلې بې ځایه شوي افغان کډوال ورځ تر بلې زیاتیږي


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، دا مهال په افغانستان کې د بې ځایه شوو کډوالو شمیر څه باندې ۱۲۰۰ زرو تنو ته رسیږي چې په خورا بد حالت کې ژوند کوي او ان د ژوند لومړنیو آسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

دغه کمیسیون په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې له تېرو شپږو کلونو راهیسې په افغانستان کې د بې ځایه شوو کډوال شمېر په بې ساري ډول زیات شوی دی.

په دې راپور کې راغلي چې په ۲۰۰۹ کال کې د بې ځایه شوو کډوال شمېر په افغانستان کې نږدې ۲۷۰ زره تنو پورې اټکل شوی وو خو په روان کال کې دا شمېره نږدې ۱۲۵۸ زره تنو ته لوړه شوې ده.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشرې سیما سمر د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، اکثره بې ځایه شوي کډوال د ناامنۍ، جګړې، طبیعي پېښو، فقر او بې کارۍ له امله کډوالۍ ته اړ شوي دي.

میرمن سمر له افغان حکومت او ملګرو ملتونو څخه وغوښتل چې د کورنیو بې ځایه شوو کډوالو د ستونزو د لرې کولو لپاره ژر لاس په کار شي.

هغې وویل "کورني بې ځایه شوي په ځانګړې توګه میرمنې لومړنیو ټولنیزو اسانتیاوو ته، لکه سرپناه، د څښاک پاکې اوبه، ښوونه او روزنه او روغتیايي سانتیاوو ته لاسرسی نلري، یوه امیدواره ښځه چې په یو کمپ کې ژوند کوي او له روغتون څخه لرې ده او په کابل کې بلده هم نه ده دې ته څوک اسانتیاوې برابروي، لکه څنګه مې چې وویل د ټولنې زیانمنونکي قشر ته د زیاتې پاملرنې اړتیا ده لکه، ښځې، ماشومان، معلولین او زاړه خلک چې باید ورته جدي او زیاته پاملرنه وشي."

د میرمن ثمر په وینا اکثره کورنۍ بې ځایه شوي کډوال د افغانستان له ناامنو ولایتونو لکه کندز، فراه، هلمند، زابل، بادغیس او کندهار او ننګرهار له ولسوالیو څخه لویو ښارونو په ځانګړې توګه کابل ته کډوال شوي دي.

دغه راز، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له بهرنیو هیوادونو څخه د راستنیدونکو افغانانو په اړه په یو جلا راپور کې ویلي، روان کال کې څه باندې ۸۰ زره افغانان په جبري ډول له پاکستان، ایران او نورو هیوادونو څخه ایستل شوي چې دا مهال اکثره یې په افغانستان کې له بې سرپناهۍ او بې کارۍ کړیږي.

میرمن سمر له هغو هیوادونو څخه چې افغانان په جبري توګه له خپلې خاورې اوباسي وغوښتل چې افغان کډوالو په زوره و نه باسي.

هغې وویل "له کوربه هیوادونو څخه زموږ تمه دا ده چې افغان کډوالو ته درناوی وکړي، تر هغې چې افغانستان ته په داوطلبانه توګه د هغوی د بیرته راستنیدو زمینه مساعده شوې نه وي په زور یې و نه باسي، زموږ بله غوښته له ګاونډیو هیوادونو څخه دا ده، هغه کسان چې د افغان کډوالو په شکنجې او زورولو لاس پورې کوي، هغوی عدالت ته کش کړي، تر څو د کډوالو د لا زیات زورونې مخه ونیول شي."

په همدې توګه میرمن سمر له افغان حکومت څخه وغوښتل، چې راستنیدونکو کډوالو لپاره په افغانستان که د ښه ژوندانه زمینه برابره کړي.

د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د ارقامو له مخې دا مهال ۱،۶میلیونه افغانان په پاکستان او ۹۵۰۰۰۰ نور په ایران کې په قانوني توګه اوشاوخوا ۱،۴ میلیونه افغانان په پاکستان او ۵۰۰سوه زره نور بیا په ایران کې له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG