د لاس رسي وړ اتصالات

انتظارخادم: د افغانستان لومړی مشکل اداري فساد دی.


د یونما تازه رپوټ وایي د امنیت نه علاوه، اداري فساد، د افغانستان مشکل دی، او پارلمان هم د فساد په مخنیوي کې خنډ دی.

انتظارخادم، د نړیوالو سیاسي چاروکارپوه وایي، همدا اوس د نړی شپږ ملیارده انسانان د ډول ډول اداري فساد تر جغ لاندی ژوند کوي، او افغانستان هم ددغه بهیر یو تت تصویر دی، یواځې د افغانستان پارلمان د فساد په مخنیوي ناکام نه دی، بلکه د افغانستان اجراییه قوې او قضاییه قوې هم هرهغه څه چې خلک یې هیله لري، نه دي کړي. انتظارخادم وايي په اوسنیو حالاتو کې د یونما د رپوټ نشریدل، صرف سیاسي جنبه لری چې هغه پارلماني وکیلان چې خوښ یې دي راولي، او چې مخالفت یي کوي، په مطبوعاتو کې د بحث موضوع شي.

انتظآرخادم وایي زه له دې نه ویریږم چې یوڅوک غل دی، خو زه له دې ویریږم چې د خلکو په ذهن کې د غلا انگیزه عامه شویده، دافغانستان په سیستم کې او په پروسو کې د فساد مسله عامه شویده. نو له منځه وړل یې ډیر وخت غواړي.

د انتظارخادم پوره مرکه دلته اوریدلی شی.

please wait

No media source currently available

0:00 0:07:57 0:00

XS
SM
MD
LG