د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان ارمنستان له اذربایجان سره په جګړې کولو تورن کړ


د ترکیې ولسمشر
د ترکیې ولسمشر

د ترکیې ولسمشر رجب طیب نن چهارشنبه سپتمبر ۱۴ (وږې۲۳) ارمنستان له اذربایجان سره د تازه خونړۍ جګړې په کولو تورن کړی دی.

ښاغلي اردوغان ارمنستان د روسیې په منځګړیتوب د شوي تړون په ماتولو هم تورن کړ، دا تړون د ناګورنو-قره باغ د مالکیت په سر د دواړو خواو ترمنځ د ۲۰۲۰ د خونړۍ نښتې وروسته، چې شاوخوا ۶۵۰۰ کسان په کې ووژل شول، لاسلیک شوی و.

ښاغلي اردوغان په یوې عمومي غونډې کې وویل چې دا وضعیت د تړون د ماتولو له کبله رامنځ ته شوی چې په خبره یې « له شک پرته به د ارمنستان لپاره، چې د تړون شرایط پوره نکړل او دوامداره یې تهاجمي چلند کاوه، عواقب لري».

په همدې حال کې د امریکا د قانون جوړوونکو یوې ډلې (د ارمسنتان جرګه ګۍ) په ارمنستان باندې د اذربایجان غیر «موجه بریدونه» غندلي او له امریکا څخه یې غوښتي چې په اذربایجان باندې یې مالي مرستې بندې کړي.

د دواړو خواو ترمنځ دا تازه جګړه د سه شنبې په ماښام شوې ده. ارمنستان وايي چې د اذربایجان په بریدونو کې یې څه باندې ۱۰۰ سرتېري وژل شوي او اذربایجان هم د ۵۰ کسان وژل کېدل تائید کړي دي. راپورونه وايي چې د دوی ترمنځ لا هم ډزې روانې او شاید د مړو شمېر نور هم زیات شي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس ترکیه د اذربایجان د وسلو عمده تمویلوونکې ده. له دغې جګړې وروسته د ارمنستان او ترکیې ترمنځ د بیا پخلاینې د تړون لاسلیک کېدل هم له خطر سره مخامخ شوي دي، عثماني خلافت په دویمې نړیوالې جګړې، عثماني خلافت، د ارمنستیان ډېر خلک «قتل عام» کړل.

ټاکل شوې چې ښاغلی اردوغان له خپل روسي سیال ولاديمیر پوتین سره په اوزبیکستان کې وویني.

XS
SM
MD
LG