د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې د امریکا د کانګرس د مسودو په وړاندې غبرګون وښود


رجب طیب اردوغان د امریکا د کانګرس پریکړه له سپکاوي ډکه بولي
رجب طیب اردوغان د امریکا د کانګرس پریکړه له سپکاوي ډکه بولي

ترکیې امریکا د کانګرس د استازو مجلس د هغو مسودو په وړاندې غبرګون ښودلی چې د سوریې په شمال کې یې د ترکیې د پوځي عملیاتو په غبرګون کې پر ترکي چارواکو د بندیزونو غوښتنه کړې او د عثماني خلافت پرمهال یې د ارمنیانو وژنه ، نسل وژنه ګڼلې ده.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان نن چهار شنبه د ( اکټوبر ۳۰ مه ) د هغه هیواد په پارلمان کې ، د ارمنیانو د نسل وژنې په اړه د امریکا د استازو مجلس پریکړه لیک توهین وباله.

اردوغان وویل:" له دې ځایه د امریکا خلکو او ټولې نړۍ ته وایم کوم اقدام چې شوی بې ارزښته دی او موږ یې په رسمیت نه پيژنو."

اردوغان د امریکا د استازو د مجلس له خوا بندیزونه وغندل او ویې ویل ترکیه به د جمعې له ورځې څخه د سوریې په شمال کې له روسیې سره د مشترکو ګزمو قرار داد پلی کړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې بیانه کې ویل شوي:" دا اقدام زموږ د ناټو له روحیې سره برابر ندی او قانون جوړونکي په بې اعتنايي سره یوه تروریستي ډله قانوني کوي."

قانون جوړونکو د سه شنبې په ورځ پر ترکي چارواکو د بندیزونو سربیره داسې یوه مسوده تصویب کړه چې له مخې یې د ارمنیانو وژنه د ډله ایزې وژنې په توګه ګڼل شوې کوم چې د امریکا او ترکیې په اړیکو کې د خوږ اساسي ټکی شمیرل کیږي.

د امریکا حکومت هیڅکله د ۱۹۱۵ او ۱۹۲۳ کلونو ترمنځ د ۱.۵ میلیونو ارمنیانو وژل په رسمیت ندي پيژندلي.

خو دواړه مسودې په کم مخالفت سره د دواړو ګوندونو د استازو تائېد شوې.

مورخین اټکل کوي چې د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال شاوخوا یو اعشاریه پنځه میلیونه ارمانیان وژل شوي او ډیری پوهان دا د شلمې پيړۍ د لومړۍ نسل وژنې په توګه وینې.

XS
SM
MD
LG