د لاس رسي وړ اتصالات

اسپر: ترکیه په غلطې لارې روانه ده


د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر
د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر

د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر مارک اسپر په کردي جنیګالیو باندې د ترکیې پر بریدونو انتقاد کړی دی.

راپورونه وايي چې د ترکیې ځواکونه له سرحد اوړېدلي دي. نوموړي وویل دا برید د منلو نه دی.

هغه وویل: "فکر کوم چې دا د ډېر د تاسف خبره ده او موږ باید ټول له ترکیې سره د مشارکت په قوي کېدو خبرې وکړو چې ډاده شو ترکیه یو وارې بیا زموږ یو معتبر، غښتلی او قوي متحد شي، هاغسې چې مخکې وه."

په همدې حال کې د سوریې شمال ختیځ ته روسیې نن پنجشنبه ( اکتوبر ۲۴) پوځي پولیس او تجهیزات لیږلي دي.

دا پریکړه یوه ورځ وروسته له هغې وشوه چې ولسمشر ټرمپ پرون وویل د سوریې په شمال ختیځ کې تل پاتې اوربند نافذ شوی او د ترکیې لخوا پر کردانو د بریدونو درولو په غبرګونو کې یې پر ترکیې اقتصادي بندیزونه په مشروط ډول پای ته ورسول.

د روسیې د دفاع وزارت وايي شمال خیځته یې ۲۷۶ پوځي پولیس او تهجیزات یې لیږلي دي. دغه شمیر سرتیري د ترکیې او سوریې ترمنځ پر پوله میشت شوي او ترکیې اعلان کړی چې نور په سوریه کې پوځي عملیاتو ته اړتیا نشته.

د امریکا د کانګرس یو شمیر سناتوران په سوریې کې د سولې د وضعیت، په تیره له شمال ختیځ څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو له کبله اندیښمن دي.

روسیې د سوریې شمال ختیځ ته ځواکونه لیږلي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:22 0:00

د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر ایلیټ انګل وايي "دا پریکړه زموږ پر ملي امنیت یو ګوزار و، ولسمشر ټرمپ زموږ دښمنانو داعش، روسیې او ایران ته یوه ډالۍ ورکړه.د داعش پر وړاندې د ایتلاف هڅې د اوباما په وخت کې پیل شوې او نتیجه یې هم ورکړې وه."

د کانګرس غړي وايي له سوریې څخه د سرتیرو ایستل د نړیوال متحدین له نظره غورزولو په معنی ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي کار کوونکي جیمز جیفري د کانګرس استماعیه غونډې ته وویل "که امریکايي سرتیري په بشپړه توګه ووځي، یوه ډیره مهمه وسیله چې موږ د داعش د کنترول لپاره موږ لرله هغه به له منځه لاړه شي."

ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ ( اکتوبر ۲۳) په سوریې کې تل پاتې اوربند اعلان کړ او پر ترکیې یې اقتصادي بندیزونه پای ته ورسول.

ولسمشر ټرمپ وايي "زه باور لرم چې اوربند به دایمي وي، د خزانې وزیر ته مې لارښونه کړې چې پر ترکیې اقتصادي بندیزونه چې د اکتوبر په ۱۴ نیټه لګیدلي وو، پر کردانو د بریدونو درولو په ځواب کې لیرې کړي. مگرداچی کومه بده پېښه وشی او موږ پرې خوښ نه وو".

ولسمشر ټرمپ دا پریکړه وروسته له هغې وکړه چې ترکیې پر کردانو د بریدونو د درولو ژمنه کړې، خو د اقتصادي بندیزونو لیرې کول په مشروط ډول شوې دي.

XS
SM
MD
LG