د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې د ولسمشرۍ او پارلماني انتخابات د اردوغان برخلیک ټاکي


د ترکیې انتخابات
د ترکیې انتخابات

په ترکیه کې نن یکشنبه مۍ ۱۴ (غوايي۲۴) د ولسمشرۍ او پارلماني انتخابات پيل شول او دا انتخابات به د برحاله ولسمشر رجب طیب اردوغان، چې څو لسیزې په واک کې دی، برخلیک وټاکي.

د ترکیې ټاکنې هم په کور دننه او بهر مهمې ګڼل کېږي. اټکل کېږي چې د رایو اچوونکو شمېر به خورا زیات وي.

رجب طیب اردغان او سر سخت سیال یې کمال قلیچدار اوغلو وايي چې دا ټاکنې یې د هېواد لپاره ډېر تاریخي ارزښت لري.

په استانبول کې د یکشنبې په سهار د رایه اچوونې مرکزونه پرانیستل شوي وو. د ډېرو رایه اچوونکو لپاره مهمه موضوع د دغه هېواد اقتصاد دی. ترکیه ۴۰ سلنه انفلاسیون لري او د ژوند لګښتونه یې هم زیات دي.

اردوغان په ترکیه کې حکومت په یو ځواکمن ریاستي نظام بدل کړی. خو منتقدین د واک دا متمرکز نظام غندي او وايي چې د فبرورۍ په میاشت کې یې د خونړۍ زلزلې د قربانیانو د لاسنیوي په برخه کې عاجل اقدامات نه دي کړي، اردوغان دا تورونه ردوي. په دغو زلزلو کې شاوخوا ۵۰زره کسان مړه شول.

د اردوغان سیال قلیچدار ژمنه کړې ده چې ترکیه به په پارلماني دموکراسي بدله کړي. خو اردغان اوسنی نظام حیاتي بولي.

د جمعې په ورځ په خپلې وروستۍ انتخاباتي وینا کې رجب طیب اردوغان د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن تورن کړ چې له واک څخه د هغه د لېرې کېدو هڅې کوي. خو واشنګټن وايي چې د ترکیې په ټاکنو کې د هېڅ اړخ پلوي نکوي.

له مسکو سره د انقرې د روابطو له کبله په دې وروستیو کلونو کې د ترکیې او لویدیځ ایتلافیانو ترمنځ روابط څه ناڅه خراب شوي دي، د اردغان سیال ژمنه کړې ده که بریالی شو له لویدیځ ایتلافیانو سره به روابط له سره پیلوي.

XS
SM
MD
LG