د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان: ترکیې د داعش جګپوړی غړی نیولی


جمهور رئیس رجب طیب اردوغان وایي ترکي ځواکونو د اسلامي دولت یا دعش ډلې جګپوړي "اجرائیوي مشر" نیولی.

ښاغلي اردوغان پنجشنبه سپټمبر ۸ (وږي۱۷) چې د بالکان هیوادونو څخه بیرته هیواد ته ستنیده په الوتکې کې خبریالانو ته وویل چې نیول شوی کس ابو زید نومیږي.

د ترکیې مشر وویل چې د نیول شوي کس اصلي نوم بشار خطاب غزال الصميدعي دی او زیاته یې کړه چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یو راپور کې چې د جولای په میاشت کې یې خپور کړی و، الصميدعي یې د دې "ترهګر سازمان" یو جګپوړی اجرائیوي مشر بللی و.


سره لدې چې ښاغلی اردوغان دا شخص یوازې په سوریه کې د داعش یو جګپوړی چارواکی بللی خو په ترکیه کې بیا مطبوعاتو ویلي داسې نښې شته چې ښایي نیول شوی شخص ابو حسن الهاشمي القریشي وي چې د عراق اوسیدونکی دی او ځان د ټول داعش "خلیفه" بولي.
جمهور رئیس اردوغان ویلي چې دا کس په ترکیه کې نیول شوی خو د نیول کیدو د نیټې په هکله یې څه ندي ویلي.

هغه ویلي، " له ډیرې مودې د سوریې او استانبول تر منځ ددې ترهګر اړیکې څارل کیدې اوداسې استخباراتي معلومات تر لاسه شوي و چې هغه غوښتل په غیر قانوني توګه ترکیې ته داخل شي".


اردوغان وویل چې دا "ترهګر" د امنیتي ځواکونو او استانبول پولیسو په ګډو عملیاتو کې نیول شوی خو د نیول کیدو د دقیق ځای او وخت په هکله یې څه ندي ویلي.
سره لدې چې د داعش ډله په سوریې او عراق کې ماته شوې خو بیا هم ددې ډلې غړي په ګڼ شمیر هیوادونو کې وخت ناوخته بریدونه کوي.

د داعش پخوانی مشر ابو ابراهیم القریشي هم د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په لومړیو کې د سوریې په شمال کې وروسته له هغه ووژل شو چې د امریکايي ځواکونو له خوا د هغه د نیولو د مخنیوي لپاره په ایښول شوی بم ور برابر شو.

د ۲۰۲۲ کال د مارچ په ۱۰مه، داعش د القریشي مړینه تایید کړه او ابوالحسن الهاشمي القریشي یې د دې ډلې د نوي مشر په توګه معرفي کړ.

په سوریه کې د امریکا په مشرۍ د ۲۰۱۹ کال یرغلیز بریدونه د دې لامل شول چې داعش سخت دریځي په هغه هېواد کې خپلې وروستۍ سیمې له لاسه ورکړي او له هغه وخت راهیسې د داعش جنګیالي تر ډېره د سوریې په دښتو کې په خپلو پټنځایونو کې پټ شوي او په سیمه کې کله ناکله بریدونه ترسره کوي.

د القریشي د وژل کیدو څخه څه باندې یوه میاشت وروسته داعش د خپل مشر وژل کیدل تائید کړل او د هغه پر ځای یې د ابو حسن الهاشمي القریشي د نوي مشر په توګه ټاکل کیدل اعلان کړل.

امریکایي ځواکونو د داعش پخواني مشر ابو بکر البغدادي هم په یوې چاپې کې وژلی و.

XS
SM
MD
LG