د لاس رسي وړ اتصالات

پر امنیتي پروتوکول شخړه؛ اردوغان د اقلیم بدلون کنفرانس کې ګډون نکوي


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دوشنبې په ورځ نومبر اوله (لړم ۱۰) وویل چې د ګلاسکو ښار د اقلیم د بدلون په نړیوال کنفرانس کې له ګډون څخه د کنفرانس د تنظیمونکو سره د امنیتي پروتوکول پر سر د شخړې په وجه ګډون نکوي.

ټاکل شوی وه چې ښاغلی اردوغان د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن سره په روم کې د جې۲۰ هیوادونو په غونډه کې د تیرې ورځې له کتنې وروسته سکاتلند ته ولاړ شي.

خو ښاغلي اردوغان هغو خبریالانو ته چې د هغه سره د ترکیې په لور په پرواز کې مله وو، وویل چې د ګلاسکو د کنفرانس تنظیمونکو ونشو کړای چې د هغه د امنیتي ټیم اندیښنو ته ځواب ووایي.

د ترکیې د انادول دولتي خبري اژانس د ښاغلي اردوغان له قوله لیکلي: «کله چې زمونږ تقاضا پوره نشوه، مونږ ګلاسکو ته له تګ ډډه وکړه.» او زیاته یې کړه چې: «دا نه یواځې زمونږ د شخصي امنیت په اړه وه، بلکه زمونږ د هیواد د اعتبار په اړه هم وه.»

د «منځني ختیځ سترګې» په نامه یوې ویبپاڼې د ترکي منابعو په حواله لیکلي چې د غونډې تنظیمونکو د ښاغلي اردوغان سره د مل پلاوي شمېر محدود کړی و. خو ددغې غونډې تنظیمونکو سمدستي پدې هکله تبصره نده کړې.

د ترکیې پارلمان په روان کال کې بالاخره د پاریس د اقلیم تړون تصویب کړ او ښاغلي اردوغان د هیواد د راتلونکو عمومي انتخاباتو دمخه د چاپیریال اړوند مسایلو په اړه خپلې اندیښنې څرګندې کړي.

د ګلاسکو د اقلیم په نړیوال کنفرانس کې د هغه نه ګډون پداسې حال کې کیږي چې د ترکیې او د هغه د عمده غربي متحدینو ترمنځ کړکیچ په څو برخو کې زیات شوی.

د امریکا و متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۳۱ (لړم ۹) په روم کې د جي۲۰ هیوادونو د غونډې په څنډه کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وکتل. دغه لیدنه کتنه پداسې حال کیږي چې د واشنګټن او انقرې ترمنځ اړیکې د ترکیې د پوځي دفاعي چارو او پدې هیواد کې د بشري حقونو اړوندو موضوعګانو په سر خړې پړې شوي دي.

ښاغلي اردوغان تیره اونۍ له ترکیې څخه د امریکا د سفیر او د نورو بهرنیو دپلوماتانو د ایستلو ګواښ وروسته له هغه وکړ چې د لویدیځې نړۍ سفیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې له بند څخه د یو ترکي بشري فعال عثمان کاوالا د ازادیدو غوښتنه کړې وه. خو ښاغلي اردوغان وروسته بیا د امریکا او نهو نورو لویدیځو دپلوماتانو د ایستلو له ګواښ نه بیرته تیر شو.

د امریکا د حکومت یو چارواکي د شنبې په ورځ اکتوبر ۳۰ وویل چې ولسمشر بایډن خپل ترکي سیال ته خبرداری ورکړی چې "بیړني" اقدامات د امریکا-ترکیې اړیکو ته ګټه نه رسوي او د کړکیچ مخنیوی باید وشی.

د ترکیې له لورې د روسیې څخه د اس۴۰۰ میزایلو دفاعي سیستم له اخیستلو د امریکا متحده ایالات، ناټو او لویدیځ هیوادونه اندیښمن کړي او متحده ایالاتو د ترکیې ددې اقدام په وجه انقره د اف۳۵ جنګي جیت الوتکو له پروګرام څخه وایستله. ترکیه اوس غواړي چې د امریکا څخه اف۱۶ جنګي جت الوتکې واخلي خو د امریکا کانګرس لا هم له دې معاملې سره مخالفت کوي.

XS
SM
MD
LG