د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان د ۱۰ غربي هیوادونو د سفیرانو د ایستلو ګواښ کړي 


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۲۱ (تلې ۲۹) وروسته له هغې ګواښ وکړ چې د امریکا، جرمني او اتو نورو غربي هیوادونو سفیران له ترکیې څخه وباسي چې دغو دپلوماتانو په یوه ګډه اعلامیه کې د یو زنداني شوي ترکي مدني فعال ملاتړ کړی دی.

په ایران کې زیږیدلی ۶۴ کلن بشر پال او مدني فعال عثمان کوالا د ۲۰۱۷ کال راهیسې پرته له دې چې په کوم جرم محکوم شي بندي دی چې د منتقدینو په وینا د ښاغلي اردوغان د مخ په زیاتیدونکي نه زغم سمبول ګرځیدلی دی.

د لسو غربي هیوادونو سفیرانو د دوشنبې په ورځ په یو غیر عادي اقدام کې یوه اعلامیه خپره کړې چې په پراخه د ترکیې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې، وایي په دوامداره توګه په بند کې د ښاغلي کاوالا ساتلو پر ترکیې «سیوری اچولی».

ښاغلي اردوغان خبریالانو ته وویل: «زمونږ د بهرنیو چارو وزارت ته مې ویلي چې مونږ په هیواد کې د هغوی مجلل کوربتوب نشو کولای.»

ښاغلي اردوغان افریقایي هیوادونو ته له سفر وروسته غربي سفیرانو ته په خطاب کې خبریالانو ته په غصه ویلي چې: «آیا دا ستاسې حد دی چې داسې یو درس ترکیې ته ورکړئ؟ تاسې څوک یاست؟»

په ښاغلي کوالا تور دی چې په ۲۰۱۳ کال کې د حکومت ضد اعتراضونو او د ۲۰۱۶ کال په ناکامه کودتا کې لاس درلود.

د متحده ایالاتو، جرمني، کاناډا، ډنمارک، فنلنډ، فرانسې، هالنډ، نیوزیلنډ، ناروی او سویډن سفیرانو په خپله اعلامیه کې د «کاوالا د دوسیې د عادلانه او ژر پریکړې» غوښتنه کړې ده.

ښاغلي کاوالا تیره اونۍ له زندان څخه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې هغه د اردوغان د هڅو لپاره یوه وسیله ګرځیدلی چې د هغه د دوه لسیزو واکمنۍ په وړاندې د کورني اپوزیسیون ملامتي په بهرنۍ دسیسه اچوي.

هغه ویلي: «زه فکر کوم زما د پرله پسې بندیتوب اصلي علت دادی چې حکومت مجبور دی هغه جعلي داستان ژوندی وساتي چې د ګیزي په نامه د ۲۰۱۳ کال اعتراضونه ګواکې بهرنۍ دسیسه وه».

د هغه په وینا: «داچې زه ددغې دسیسې د یوې برخې په توګه تورن شوی یم چې ادعا کیږي بهرنیو ځواکونو سازمان کړې وه، نو زما خوشې کیدل ښایي دغه جعلي داستان کمزوری او تر پوښتنې لاندې راوړي، او دا هغه څه ندي چې حکومت یې غواړي.»

د اروپایي ټولنې شورا، ددې وچې د بشري حقونو د څار سازمان ترکیې ته وروستنی خبرداری ورکړی چې د اروپایي محکمې د ۲۰۱۹ کال د بشري حکم مطابق عمل وکړي او د کاوالا دوسیه خلاصه کړي.

که ترکیه د نومبر له ۳۰ څخه تر دسمبر دوهمې پورې ددغې شورا تر راتلونکې غوندې پورې دا کار ونکړي، د فرانسې په سترابورګ کې میشت دغه اروپایي شورا به ښایي رایه ورکړي تر څو د انقرې په ضد د لږمړي ځل لپاره انتظامي او تادیبي اقدامات ترسره شي.

XS
SM
MD
LG