د لاس رسي وړ اتصالات

د ایتوپیا پوځ: د الشباب ۸۰۰ وسله وال په جګړو کې وژل شوي


د الشباب وسله وال تیر ډیره حده په سومالیې کې فعالیت کوي او وخت ناوخته په ګاونډیو هیوادونو کې هم بریدونه کوي.
د الشباب وسله وال تیر ډیره حده په سومالیې کې فعالیت کوي او وخت ناوخته په ګاونډیو هیوادونو کې هم بریدونه کوي.

په ایتوپیا کې پوځي چارواکي وایي وروسته تر هغه چې د الشباب وسله والې ډلې د دې هیواد په سرحدي سیمو برید وکړ او د نفوذ کولو هڅه یې وکړه، په ځوابي بریدونو کې ددې وسله والې ډلې شاوخوا ۸۰۰ غړي وژل شوي چې ۲۴ جګپوړي مشران یې هم پکې شامل دي.

د ایتوپیا د ملي دفاعي ځواکونو مشر جنرال تیسفایي آیالو مطبوعاتو ته ویلي چې د الشباب وسله والو په سرحدي سیمو کې د برید کولو څخه وروسته کوښښ کاوه چې د ختیځ لوري څخه دې هېواد ته ننوځي خو د ګډو امنیتي ځواکونو د عملیاتو له کبله د هغوي مخه ونیول شوه.

د الشباب وسله واله ډله تر ډیره حده په سومالیا کې فعاله ده او ډیر لږ وخت په ګاونډیو هېوادونو کې فعالیت کوي. د ایتوپیا نظامي چارواکو همدارنګه ویلي چې په تعرضي عملیاتو کې د الشباب د وسله والې ډلې ۱۰۰ نور غړي ژوندي نیول شوي.

امریکا غږ په خپلواکه توګه دغه معلومات چې د ایتوپیا نظامي چارواکو ورکړي، نشي تائیدولی.

په عین حال کې د ایتوپیا د سومالي په ایالت کې امنیتي چارواکو امریکا غږ ته ویلي چې پدې جګړو کې د ایتوپیا امنیتي او نظامي ځواکونو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې او د الشباب وسله والې ډلې وشو کړی چې د څو سیمه ایزو ادارو د مشرانو په ګډون ګڼ شمیر ایتوپیایي چارواکي ژوندي ونیسي.

د الشباب وسله وال چې شمیر یې سلګونو کسانو ته رسیده، تیره میاشت ایتوپیا ته د څو سرحدي سیمو څخه ننوتل او د دې هیواد د ترهګرۍ ضد ځانګړو ځواکونو سره یې سختې جګړې وکړلې.

که څه هم چې په ایتوپیا کې چارواکو ندي ویلي چې د الشباب وسله وال ددې هیواد څومره برخې ته ننوتي خو په متحده ایالاتو کې چارواکي اټکل کوي چې دغه وسله وال مخکې تر دې چې مخه یې ونیول شي، ښایي تر ۱۵۰ کیلو متره پورې د ایتوپیا خاورې ته دننه شوي وي.

د ایتوپیا د سومالي ایالت مشر تېره اوونۍ اعلان وکړ چې امنیتي ځواکونه به په سومالیا کې دننه حالیه سیمه جوړه کړي چې د الشباب وسله وال بیا پرېنږدي چې د سرحد دې غاړې ته بریدونه وکاندي.

د الشاب وسله واله ډله د څه باندې پنځلسو کالونو راپدیخوا د سومالیا د حکومتي او پدې هېواد کې د افریقايي ټولنې د میشتو سوله ساتونکو ځواکونو سره په جګړو اخته دي. دې وسله والو نه یوازې دننه په سومالیا بلکې په کینیا کې هم ترهګریز بریدونه کړي.

کارپوهان چې په سیمه کې حالات څاري، پدې اند دي چې په ایتوپیا کې د الشباب د وسله والې ډلې بریدونه څرګندوي چې دا ډله د شمالي افریقا هېوادونو ته لا هم خطر پېښولی شي.

XS
SM
MD
LG