د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه دې اوکراین کې د ایراني ډرون الوتکو په هکله تحقیقات وکړي، اروپایي هیوادونه


فرانسې، جرمني او برتانیې جمعه اکټوبر ۲۱ (تلې۲۹) په یو لیک کې د ملګرو ملتونو څخه غوښتي چې د روسیې لخوا د اوکراین په جګړې کې د ایران د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو څخه د کار اخیستو په هکله دې "بې پرې" پلټنې وکړي.


ایران او روسیه دواړه وایي چې د اوکراین په جګړې کې د ایراني ډرون الوتکو څخه کار ندی اخیستل شوی خو د متحده ایالاتو په ګډون غربي هیوادونه وایي چې ایران روسیې ته دا الوتکې ورکړي.

د ملګرو ملتونو لپاره د فرانسې، جرمني او برتانیې استازو پدې لیک کې لیکلي، "مونږ به د ملګرو ملتونو د سکرتریت د ډلې څخه چي د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک نظارت کوي، د پلټنو هرکلی وکړو".

دا هماغه پریکړه لیک دی چې د ایران نړیواله اتومي موافقه یې منظوره کړله چې له مخې یې ایران منلې وه چې د بندیزونو د لیرې کیدو په شرط به خپل اتومي پروګرام محدودوي.

دا لیک د امنیت شورا تر څنګ د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتریش ته لیکل شوی او پکې ویل شوي چې په تخنیکي او بې پرې پلټونو کې دا هیوادونه همکارۍ ته هم چمتو دي.

په لیک کې همدرانګه د ایران لخوا روسیې ته په اوکراین کې د جګړې لپاره د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو په لیږد "ژوره اندیښنه" څرګنده شوې.


دې سفیرانو لیکلي، " روسیې ددې ډرون الوتکو څخه په اوکراین د تیري په جګړې کې کار اخلي او په عامه زیربناوو او د اوکراین په ښارونو د همدې الوتکو له لارې بریدونه کوي چې د بې ګناه ملکیانو د مرګ سبب کیږي." لویدیځ هیوادونه په ایران تور لګوي چې مسکو ته په اوکراین کې د جګړې کولو لپاره ډرون الوتکې ورکوي او سپینې ماڼۍ پنجشنبه اکټوبر ۲۰ وویل چې ایراني پرسونل وار د مخه کرایمیا ته تللي چې د دې بیلوټه یا ډرون الوتکو څخه د کار اخیستو لپاره روسي ځواکونه ته روزونه ورکړي.

خو په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي دا " یو بل جعلي خبر" وبوله او د پلټنو لپاره د ملګرو ملتونو د سکرتریت نقش یې رد کړ.

د روسیې تر څنګ ایران هم د همدې روانې اوونۍ په سر کې په ټینګه دا خبر رد کړی و چې ګنې روسیې ته یې ډرون الوتکې ورکړي.

په عین حال کې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي هم ویلي چې اوکرایني ځواکونو په څه باندې یوه میاشت کې د ایران ساخت ۲۲۰ بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړي دي.

خو دا یوازې کیف ندی چې ادعا کوي ایران روسیې ته وسلې ورکوي بلکې متحده ایالاتو د همدې روان ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په میاشت کې په یو شرکت د دې تورونو له کبله بندیزونه ولګول چې د ایران څخه روسیې ته د ډرون الوتکو په لیږد کې مرسته کړې وه.

XS
SM
MD
LG