د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنې د کرونا ځپلي اقتصاد بیارغولو لپاره تاریخي پلان تصویب کړ


د اروپايي ټولنې مشرانو په دغه مالي پلان باندې څلور ورځې او څلور شپې بحثونه وکړل
د اروپايي ټولنې مشرانو په دغه مالي پلان باندې څلور ورځې او څلور شپې بحثونه وکړل

د اروپايي ټولنې مشرانو د سه شنبې په ورځ جولاۍ ۲۱ (چنګاښ۳۱) د اروپا د ځپل شوي اقتصاد د بیا رغولو او کروناویروس سره د مبارزې لپاره د ۲.۱ تریلیون ډالرو مالي پلان تصویب کړ.

په دغه پلان کې ۸۵۷ میلیارد ډالر د هغو اروپايي هېوادونو لپاره ځانګړي شوي چې کروناویروس سخت ځپلي دي. دغو هېوادونو ته به دا پېسې د قرض او بلاعوضه مرستو په توګه ورکول کیږي.

د اروپايي ټولنې مشرانو په دغه مالي پلان باندې څلور ورځې او څلور شپې بحثونه وکړل او داسې تمه نه کېده چې دا پلان دې تصویب شي. د هالنډ او اترېش په ګډون د اروپا د پنځو شتمنو هېوادونو ترمنځ د نظر اختلاف د دغو بحثونو اصلي ټکی و.

دغو پنځو هېوادونو د ۵۷۲ میلیارد ډالرو بلا عوضه مرستو کمول اود لګولو په لارو چارو یې جدي‌ کنترول غوښتل. خو د هسپانیا او ایټالیا په ګډون نورو اروپايي هېوادونو بیا ټېنګار کاوه چې باید دا محدودیتونه کم وي. بلاخره ۴۴۶میلیارد ډالر بلا عوضه مرستې تصویب شوې.

د ډنمارګ صدراعظم مارک روټ د دغه پلان له تصویب وروسته وویل: " دا یو ښه پلان دی چې د ډنمارګ ګټې به خوندي کړي‌ او همدغه راز اروپا به غښتلې او لا په خپلو پښو ودروي. "

د اروپايي شورا مشر چارلس مایکل د دغه مالي پلان منل د اروپايي ټولنې د ټولو ۲۷ غړو هېوادونو بری وباله او وویل: " دا په اوس وخت کې د اروپا لپاره تر ټولو ښه معامله ده."

د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل وویل: " موږ را روانو اوو کلونو ته د اروپا لپاره یو قوي مالي بنسټ کېښود او د اروپايي ټولنې یو بحث وړ بحران ته مو ښه ځواب ووایه." اوس باید د اروپا پارلمان دا مالي پلان ومني.

د کروناویروس په اروپا کې تر ۱۳۵زره کسان ډېر مړه کړل او د نورو اروپايي هېوادونو په پرتله په ایټالیا، فرانسه او هسپانیا کې ډېر کسان مړه شول. د اقتصادي چارو کارپوهان اټکل کوي چې د کروناویروس له کبله سږکال د اروپا اقتصاد ۸.۳ سلنه رالوېدلی دی.

د کروناویروس په تېر ډسمبر کې په چین کې خپور شو او دا مهال یې د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو کې څه باندې ۶۱۰زره کسان مړه کړي او نژدې ۱۴.۵ میلیون نور پرې اخته دي.

XS
SM
MD
LG