د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپايي اتحاد مشرانو نیوکې کړي دي


د اروپايي اتحاد مشرانو نیوکې کړي دي
د اروپايي اتحاد مشرانو نیوکې کړي دي

د اروپایي اتحاد د اتو غړو هیوادونو جمهوررئیسان وایي چي دوي ددې خبري په اوریدو ستړي شوي دي چي د « بحران » کلمه د یورو د سیمي د ټولو خبرو سره تړلی بولي.

په ( هیلسنکي ) کي د یوې غونډي نه وروسته د پورتگال جمهوررئیس ( انیبال کاواکو سیلوا ) وویل چي ددوي مالي سیالان نوري جدي مالي مسلې چي باید زیاته توجه ورته وشي، پټوي. هغه وویل په کار ده اروپایي اتحاد د « بحران » نه ځان وژغوري او نورو مسالو ته پام واړوي.

د ایټالیې جمهوررئیس ( گیورگیو نیپالیتانو ) هم وویل چي اوس ددې وخت رارسیددلی دی چي د بحران په اړه د خبرو نه تیر شو او په هغه څه باندي چي ده ورته د دائمي ودي نوې څپه وویل زیات فکر وکړو.

ښاغلی ( سیلوا ) او ښاغلی ( نیپالیتانو ) د هغو دولتي مشرانو په ډله کي وو چي د پولینډ د جمهوررئیس سره یې چي د کار دوره یې ختمه شوې ده، دغه دوه ورځنۍ غونډه ختمه کړه.

XS
SM
MD
LG