د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر ایران ته تللی


د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوسیپ بوریل تهران ته په ناڅاپي سفر جمعه جون ۲۴ (چنګاښ۳) روان شوی چې د ایران د اتومي موافقې په هکله په ټپه ولاړو خبرو د بیرته پیل کیدو لپاره یوه هڅه بلل کیږي.

ټاکل شوې چې ښاغلی بوریل به د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او نورو جګپوړو چارواکو سره وګوري.

د ایران د بهرنیو چارو د وزرات ویاند سعید خاطبزاده په ټویټر کې تهران ته د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ د مشر د دوه ورځني سفر د تائید تر څنګ ویلي چې "دپلوماسي د موافقې (ایران اتومي موافقې) په بشپړه توګه عملي کیدو ته د بیرته ګرځیدو او روانو ستونزو د بیرته په شا کولو لپاره یوازینۍ لار ده".

د ښاغلي بوریل د دې سفر څخه چې د مخکې نه اعلان شوی نه و، یوه اوونۍ وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هیواد یې لا هم پدې اند دی چې د اتومي موافقې په هکله خبرې اترې بریالۍ کیدی شي.

متحده ایالاتو او د نړۍ د قدرت لرونکو هیوادونو په ۲۰۱۵ کال کې د ایران سره اتومي موافقه پدې شرط لاسلیک کړې وه چې د اقتصادي بندیزونو د لیرې کیدو په بدل کې به خپل اتومي فعالیت محدود کوي.

د امریکا مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې پرته لدې چې د پدې تړون کې د نورو هیوادونو سره سلا مشوره وکړي، په یو اړخیزه توګه د تړون څخه ووت او په ایران یې ټول بندیزونه د سره ولګول.

ایران بیا د امریکا د دې اقدام په ځواب کې نه یوازې د یورانیمو د غني کولو کچه لوړه کړله بلکې د غني شویو یوارنیمو ذخیره یې هم لوړه کړله.

خو د متحده ایالاتو اوسني جمهور رئیس جوبایډن ویلي چې غواړي بیرته د دې موافقې سره یو ځای شي او وایي چې د ایران سره د معاملې تر ټولو غوره لار همدا ده.
د اتریش په پایتخت ویانا کې د ځواکمنو هیوادونو او ایران تر منځ خبرې چې متحده ایالات پکې په غیر مستقیمه توګه برخه لري، پدې هیله پیل شوې چې څنګه واشنګټن او تهران بیرته د دې موافقې سره یو ځای شي او ایران پخپلو کړیو ژمنو په بشپړه توګه عمل وکړي.

د ایران د اتومي موافقې د بیرته احیا کولو لپاره دا خبرې وروسته تر هغه د سږ کال د مارچ په میاشت کې په ټپه ودریدي چې واشنګټن د تهران یوه مهم غوښتنه رد کړله.

د اتومي موافقې په بیرته احیا کولو او پدې موافقې کې د یو ځای کیدو لپاره د ایران یوه مهمه غوښتنه دا وه چې متحده ایالات د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو نوم د ترهګرو سازمانانو د لیست څخه وباسي چې د امریکا پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ور اضافه کړی و.

خو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس وویل که ایران غواړي هغه بندیزونه پرې لیرې شي چې د اتومي موافقې سره تړاو نلري، باید د متحده ایالاتو هغو اندیښنو ته هم ځواب ووایي چې د دې موافقې سره تړاو نلري.

ښاغلي پرایس وویل، " که هغوي نغواړي پدې خبرو کې نور دوه اړخیز موضوعات حل شي، نو مونږ ډاډه یو چې د اتومي موافقې په هکله به ډیر ژر یو تفاهم ته ورسیږو او پخپله د موافقې عملي کیدل به پیل کړو".


XS
SM
MD
LG