د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني: د ترکیې سره دي د کډوالو په اړه مرسته وشي


د جرمني صدراعظمه انګلا میرکل وايي چې اروپا باید د ترکیې سره همکاري وکړي چې د کډوالو بحران ته حل لاره پیدا سي. د دویمې نړیوال جګړې راهیسې دا لومړی ځل دی چې په دومره پیمانه کډوال اروپا ته کډه کېږي.

میرمن میرکل نن د پنجشنبې په ورځ د جرمني د استاځو مجلس ته د وینا پرمهال وویل چې ترکیه د کډوالو دپاره چې لویدیځ ته راتیر سي، یوه اساسي ترانزیتي لاره ده. هغې وویل چې اروپا او ترکیې باید په ګډه کار سره وکړي چې په هغو سیمو کې شرایط سم کړي د کومو سیمو څخه چې دغه کډوال راکډه کېږي.

ټاکل شوې چې نن د پنجشنبې په ورځ په بروسیلز کې د اروپايي اتحاد د مشرانو یوه غونډه وشي چیري چې به د کډوالو پر مسلې بحث وسي.

تیره شنبه، د اروپايي اتحاد د مشرانو په غونډه کې یونان ژمنه وکړه چې د کډوالو دپاره به پنځه مرکزونه پرانیزي چې ددوي اسناد طی مراحل کړي. د ترکیې په شان یونان هم د کډوالو چې د شمالي افریقا او مینځني ختیځ څخه د لویدیځې اروپا پر لوري ورځي، لومړی تم ځای دی.

ټاکل شوې چې د دې مرکزونو له جملې څخه یونان لومړی مرکز په راتلونکو څو ورځو کې د لیسبوس په ټاپو کې د میتلیني په سیمه کې پرانیزي.

تیره اونۍ د ملګرو متلونو د کډوالو د چارو سازمان د اروپايي اتحاد د هغو هلو ځلو هرکلی وکړ چې په مخکښه هېوادونو کې د طی مراحل مرکزونه جوړوي خو دغو هېوادونو ته یې خبرداری ورکړ چې په دې ،،پلمه دي په پټه بنديخانې،، نه جوړوي.

اروپا ته د کډوالو د ورتلو لړۍ اوس هم ادامه لري او هره ورځ د مدیترانې د بحیرې له لارې په سلګونو کدوال اروپا ته ځي.

د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۵ غړو هېوادونو اروپايي اتحاد او نورو هېوادونو ته اجازه ورکړې ده چې د مدیترانې په بحیرې کې د لیبیا سواحلو ته څیرمه دي مشکوکې کښتۍ چې انسانان قاچاقوي تلاشي او ضبط کړي.

XS
SM
MD
LG