د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنه ښوونځیو کې افغان ماشوماتو ته د خوړو پروګرام سره د ۱۰ میلیونو ایرو مرسته کوي


افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مشره شاو وې لي او د اروپايي ټولنې د ماموریت شارژدافیره رافیلا یودیچه.
افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مشره شاو وې لي او د اروپايي ټولنې د ماموریت شارژدافیره رافیلا یودیچه.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي چې اروپايي ټولنې ددغې ادارې له خوا په ښوونځیو کې افغان ماشومانو ته د خوړو د برابرولو پروګرام سره د لس میلیونو ایرو مرسته کوي چې ورسره به په لومړنیو ښوونځیو کې ماشومانو ته د خوړو د ویشلو پروګرام درې نورو ولایتونو ته چې د خوړو د نه خوندیتوب سره مخ دي وغځول شي.

د خوړو نړیوال پروګرام د چهارشنبې د ورځې ناوخته مۍ ۲۹( جوزا نهم) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په ټوله کې به نږدې دوه میلیونه د ښوونځیو زده کوونکي په اتو ولایتونو کې په ښوونځیو کې مُغذي خواړه ترلاسه کړي.

د اروپايي ټولنې ددغې نوې مرستې د تړون د لاسلیک غونډې ته په افغانستان کې ددغې ټولنې شارژدافیرې رافیلا یودیچه ویلي چې لومړنیو ښوونځیو کې ماشوماتو ته د خوړو د چمتو کولو دا مرسته به کورنۍ دې ته وهڅوي ترڅو زده کړو ته لومړیتوب ورکړي.

میرمن یودیچه ویلي: "لوږه کیدای شي د زده کړو پر وړاندې خنډ واوسي، زمونږ د اوږدمهاله شریک ( ډبلیو ایف پي) سره د اروپايي ټولنې دغه اضافي مرسته ددې ډاډ ترلاسه کوي چې په افغانستان کې نور ماشومان مُغذي خواړه ترلاسه کړي. دا د هغوی لپاره اړینه ده چې انرژي ولري او تمرکز وکولای شي هغوی اړتیا لري چې ښه زده کړي وکړي او روغ اوسي او که دغه خواړه کورنۍ وهڅوي ترڅو زده کړو ته لومړیتوب ورکړي نو د هر یو په ګټه ده".

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د اروپايي ټولنې دا نوې مرسته به دغې ادارې ته ددې امکان په لاس ورکړي چې د فراه، غور، جوزجان، ننګرهار، نورستان، پکتیا، ارزګان او زابل ولایتونو کې له لسو زرو څخه زیاتو ښوونځیو کې زده کوونکو ته غني شوي بیسکیټ او سیمه کې تولید شوي نور مُغذي خواړه وویشي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي: "پردې ﺳرﺑٻره د څلورم او شپږم ښوونځیو ﻧﺟونې زده کووﻧکې ﺑﮫ کورﺗﮫ د وړﻟو په موخه خواړه چې نباتي غوړي او یا نغدې پيسې په کې شاملې دي ترلاسه کړي. په دریو ولایتونو کې چیرته چې د هلکانو ښوونځي ته د تګ کچه په ځانګړي ډول ټیټه ده له څلورم ټولګي څخه تر شپږم ټولګي هلکان زده کوونکي به هم کورته د وړلو په موخه خواړه ترلاسه کړي".

ډبلیو ایف پي ویلي چې دغه خواړه د ټولې کورنۍ تغذیوي سلامتیا پیاوړې کوي او کورنۍ دې ته هڅوي ترڅو ماشومان په ښوونځیو کې وساتي.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام رئیسې شاو وې لي په دې اړه ویلي : "په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام په ښوونځیو کې د خوړو پروګرام له دوو لسیزو څخه ډیره موده دمخه پیل کړی ترڅو د خوړو خوندیتوب او ښه تغذیه له زده کړو سره ونښلوي".

میرمن لي زیاته کړه: "تیرکال ددغه پروګرام له لارې د خوړو نړیوال پروګرام ۱.۵ میلیونه د ښوونځي عمر لرونکو ماشومانو ملاتړ وکړ او اروپايي ټولنه ددغه شمیر ماشومانو ته د رسیدلو په برخه کې زمونږ کلیدي شریک دی".

په ښوونځي کې د خوړو د پروګرام د پراخیدو سره به د خوړو نړیوال پروګرام د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د ځايي نانواییو د شبکې له لارې له سیمه ییزو غني شویو موادو څخه تولید شویو د سبزیو سمبوسو ازموینه ترسره کړي.

ډبلیو ایف پي وايي چې په پلان کې دي چې دوه زره ماشومان به په ښوونځي کې هره ورځ له کدو، پالکو، هګیو، کچالو او سویابینو څخه پخې شوې د پروتینو له اړخه غني مغذي دوه دانې سمبوسې ترلاسه کړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د خبرپاڼې له مخې په افغانستان کې په ښوونځیو کې د خوړو د ویش فعالیتونو په ښوونځیو کې د ماشومانو د ګډون او د هغوی پر زده کړو باندې مثبته اغیز لرلې ده او هم یې کورنیو سره مرسته کړې چې خپل ماشومان ښوونځیو ته واستوي.

ډبلیو ایف پي وايي چې په نړیواله کچه هم د بې وزلو کورنیو لپاره په ښوونځیو کې د خوړو ارزښت کیدای شي د یوې کورنۍ د میاشتنیني عاید لسمه برخه جوړه کړي او د یوې کورنۍ ډیر ماشومان چې په ښوونځي کې شامل وي کولای شي د خپلې کورنۍ لپاره د پام وړ سپما کولو سبب وګرځي.

ډبلیو ایف پي وايي چې اروپايي ټولنې ددغې نوې مرستې دمخه هم دغې ادارې ددې پروګرام سره د نږدې ۲۱ میلیونو ایرو مرسته کړې وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG