د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنې افغانستان کې د فساد پرضد کمپاین پیل کړ


د فساد پر وړ اندې د افغان حکومت د هڅو سره سره اوس هم دا هیواد د نړۍ په څو مفسدو هیوادونو د لیست په سر کې ځای لري.
د فساد پر وړ اندې د افغان حکومت د هڅو سره سره اوس هم دا هیواد د نړۍ په څو مفسدو هیوادونو د لیست په سر کې ځای لري.

اروپايي ټولنې افغانستان کې د فساد ستونزې ته د خلکو د پاملرنې د اړولو لپاره په دغه هیواد کې د ټولنیزو شبکو له لارې یو درې اونیز کمپاین پیل کړی دی.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د پلاوي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دغه دریو اونیو د کمپاین په ترڅ کې به په دریو برخو فساد او پراختیا، فساد او خصوصي سکټور او فساد او ټاکنو پر موضوعاتو خبرې وشي او د فساد په منفي اغیزو ته به د خلکو پام واړول شي.

افغانستان کې د اروپایي ټولنې د رسنیو سلاکار عبدالله یادګاري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، د فساد پر وړاندې د اروپایي ټولنې دا کمپاین د یکشنبې په ورځ پیل شوی او د روانې میلادي میاشتې تر وروستیو به دوام ولري.

دا کمپاین تر ډیره د اروپایي ټولنې د ټولنیزو شبکو له لارې پرمخ وړل کیږي او د کمپاین په پای کې به د فساد سره د مبارزې پر وړاندې د لارو چارو د لټولو لپاره یو ستر کنفرانس هم په کابل کې د افغان حکومت، نړیوالې ټولنې او مدني ټولنې د استازو په ګډون جوړ شي.

ښاغلي یادګاري وویل، په دغه کنفرانس کې به اروپايي ټولنه په افغانستان کې د فساد سره د مبارزې په برخه کې افغان حکومت ته خپل وړاندیزونه هم وسپاري.

افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر پییر مایدون په یو اعلامیه چې د دغه کمپاین د پیل په مناسبت یې خپره کړې په تیر میلادي کال کې د فساد پر وړاندې د افغان حکومت د اقداماتو ستاینه کړې، خو د فساد له منځه وړلو په برخه کې یې دا اقدامات کافي نه دي ګڼلي.

سفیر مایدون په ځانګړي ډول د فساد سره د مبارې په برخه کې عدلي او قضايي مرکز له خوا د مفسدو مامورینو د دوسیو څیړل او د افغان حکومت له خوا د فساد پر وړاندې د ستراتیژۍ ترتیبولو یادونه کړې ده.

خو د اروپايي ټولنې دغه لوړپوړې چارواکي د دغې ستراتژۍ د پلي کیدو غوښتنه کړې ده.

د اروپايي ټولنې د سږکال په درې اونیز کمپاین کې په ټاکنو کې غبن مسلې ته هم ځای ورکړې دی.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون تیره ورځ وویل، چې د تلې د میاشتې په ۲۸مه د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې تر سره کوي.

په ټاکنو کې د فسا مسلې ته په افغانستان کې د یوې سترې ستونزې په توګه لیدل کیږي.

په افغانستان کې وروستیو جمهوري ریاست ټاکنو کې د پراخه غبن له امله په دغو ټاکنو کې د دوو ولاړو کاندیدانو ترمنځ د ګډ حکومت په جوړولو صلاح وشوه.

اوس هم د ټاکنو د څار ادارې اندیښنه لري، چې که د ټاکنو په بهیر کې اصلاحات رانه شي نو د ۲۰۱۴ کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې ستونزې په راروانو پارلماني ټاکنو کې هم تکراریدلی شي.

XS
SM
MD
LG