د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپا پارلمان د بلاروس اپوزیسیون ته د بشري حقونو جایزه ورکړه 


د اروپا د پارلمان رئیس ډیویډ ساسولي د جایزې د اعلانولو پر وخت
د اروپا د پارلمان رئیس ډیویډ ساسولي د جایزې د اعلانولو پر وخت

د اروپا پارلمان د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۲۲ (لړم ۱) د بلاروس د حکومت دموکراتیک اپوزیسیون ته خپله د بشري حقونو کلنۍ جایزه ورکړه.

د سخاروف په نامه د بشري حقونو دغه کلنۍ جایزه د بلاروس د حکومت د سیاسي مخالفینو د ملاتړ لپاره ورکړل شوې چې په هغه هیواد کې د اګست د میاشتې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د نتیجو پر ضد ودریدل چې لویدیځ او اپوزیسیون یې له درغلیو ډک ګڼي.

د اروپا د پارلمان رئیس ډیویډ ساسولي وروسته له هغې چې دغه جایزه یې «زورو ښځو...مشهورو سیاسي څیرو او د مدني ټولنې غړو» ته اعلان کړه وویل: «ګرانو جایزه ګټونکو! تاسو ته زما پیغام دادی چې قوي پاته شئ او د خپلې مبارزې نه لاس وانخلئ. پوه شئ چې مونږ ستاسې تر خوا ولاړ بو.»

د اروپا پارلمان په اعلامیه کې د بلاروس د اپوزیسیون د عمده کاندیدې سویتلانا تسیخانوفسکایا او د نوبل جایزې ګټونکې لیکوالې سویتلانا الکسیویچ په ګډون د لسو کسانو نومونه یاد کړي دي.

د اګست د میاتې د نهمې د انتخاباتو وروسته د هرې اونۍ په پای کې په لسګونو زرو خلکو د پولیسو د ناوړه چلند او زنداني کیدو سره سره د پلازمینې منسک ښار په لارو کوڅو کې لاریونونه کړي چې په وینا یې د الکساندر لوکاشینکا اقدام وغندي چې غواړي خپله ۲۶ کلنه واکمني نوره هم وغزوي.

اروپایي ټولنه، بریتانیا، کاناډا او د امریکا متحده ایالات لوکاشینکا د درغلیو ډکو انتخاباتو له لارې د واک په غزولو، د مخالفینو په بندي کولو او د ازادو رسنیو په ځپلو ملامتوي.

د بیان د ازادۍ لپاره د سخاروف جایزه ۵۰ زره یورو ده چې د پخواني شوروي اتحاد د مخالف اندری سخاروف په نامه نومول شوی او هر کال ورکول کیږي. په پخوانیو ګټونکو کې د جنوبي افریقا پخوانی مشر نلسن ماندیلا، د وینزویلا دموکراتیک اپوزیسیون او د پاکستان د نجونو د زده کړو فعاله ملاله یو سفزی شامل دي.

XS
SM
MD
LG