د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي مشرانو د روسیې-اوکران جګړې ختمولو لپاره د ټرمپ اقدامات وستایل


د اروپايي ټولنې د ۲۶ غړو هېوادونو مشرانو د اوکراین په ضد د روسیې د جګړې ختمولو لپاره د امریکا د ولسمشر دونالډ ټرمپ د اقداماتو هرکلی او حمایت کړی.

په یوې اعلامیې کې، چې له هنګري پرته، د اروپایي ټولنې ټولو غړو هېوادونو لاسلیک کړې، ټېنګار شوی دی چې په اوکراین کې عادلانه او پایداره سوله باید ثبات او امنیت ته لاره پرانیزي او د نړیوالو حقوقو په اصولو برابره وي.

په اعلامیې کې راغلي دي: «د اوکراین خلک حق لري، چې په ازاده توګه د خپلې ایندې په اړه پرېکړه وکړي.»

دغو هېوادونو ویلي دي چې له اروپايي ټولنې سره د اوکراین د یو ځای کېدو هرکلی به وکړي.

په همدې حال کې د بریتانیا او کاناډا صدراعظمانو هم د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې په اړه د ولسمشر ټرمپ هڅې ستایلې دي.

ټاکل شوې چې ولسمشر ټرمپ د جمعې په ورځ په الاسکا کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیرپوتین سره وویني. ولسمشر ټرمپ په وار وار دا خبره کړې ده، چې غواړي د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه ختمه کړي.

نوموړي په دې وروستیو کې په دغې جګړې کې د ځوانانو وژل کېدو ته په اشارې سره ویلي چې د خلکو د وژلو له کبله خواشینی دی.

نوموړي ویلي وو چې د روسیې او اوکراین مشران غواړي له هغه سره وویني او هغه به هر څه، چې کولای شي وبه کړي، چې «وژنې بندې» شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG