د لاس رسي وړ اتصالات

په بلغاریې کې یو افغان د پولیسو په ډزو کې وژل شوی


د بلغاریې سرحدي پولیس د ترکیې سره په ګډه پولې ګزمه کوي
د بلغاریې سرحدي پولیس د ترکیې سره په ګډه پولې ګزمه کوي

‍‍ د بلغاریې د کورنیو چارو د وزارت یوه چارواکي ویلي دي چې دا پیښه پرون د پنجشنبه د شپې په لسو بجو د سریدیت په سیمې کې شویده.

د کورنیو چارو د وزارت د ارکانو رئیس جورج کوستوف نن سهار خبریالانو ته وویل " سرحدي پولیسو کوښښ کاوه چې د 54 کسانو مخه ونیسي چې عمرونه یې د شلو او دیرشو کالونو په منځ کې و او ټول یې د افغانان و." کوستوف وایي دغو کسانو غوښتل چې بلغاریې ته واوړي.

" زما یوه ملګري د خپلې شخصي وسلې نه ډز وکړ چې د مهاجرینو د دې ډلې څخه یو تن پکې سهواً ژوبل شو او بیا وروسته مړ شو. "

پولیسو ژوندي پاتې شوي کسان نیولي او د پیښې په اړه تحقیقات پیل شوي. د وژل شوي کس نوم او دا چې د افغانستان د کومې سیمې و څه ندي ویل شوي ځکه پولیس وایي د نیولو شویو ټولو کسانو سره هیڅ داسې اسناد نه و چې د هغوي پیژندګلوي ترې شوې وای.

د پیښې نه وروسته د بلغاریې صدراعظم بویکو بورویسوف چې د بلجیم د برسلز په ښار کې یې د ناټو د غړیو هیوادونود د مشرانو سره غونډه درلوده، غونډه په نیمیاي کې پریښوده او هیواد ته ستون شو.

په همدې حال کې د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو په عالي کمیشنرۍ کې د بلغاریې استازی بوریس چیشر کوف وایي چې په تیرو دریو کالونو کې لږ تر لږه درې زره او سل تنه چې غوښتل یې اروپایي هیوادونو ته ولاړ شي، په لار کې وژل شویدي.

ښاغلي چیشر کوف ویلي دي چې د ترکیې په سرحد کې د یوه افغان مهاجر په وژل کیدو خپګان څرګندوي او زیاتوي چې د سرحددونو تړل، د پولیسو د قوې نه کار اخسیتل او یا د اغزن تار لګول د هغو کسانو د ستونزو د حل لار نشي کیدلی چې د سختو شرایطو له وجې خپل هیوادونه پریږدي.

XS
SM
MD
LG