د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپایي پارلمان غړې: طالبان د ښوونځیو په تړلو او مدرسو جوړولو سره د جهادیانو نوی نسل روزي


د اروپایي پارلمان غړې د ټولو فعالینو د خوشې کولو غوښتنه وکړله.
د اروپایي پارلمان غړې د ټولو فعالینو د خوشې کولو غوښتنه وکړله.

د اروپایي پارلمان یوه غړې وایي دا چې طالبانو ښوونځي تړلي او غواړي په ټول افغانستان کې مدرسې جوړې کړي، پدې کار سره هغوي د "جهادي ډلو نوی نسل" روزي.

میرمن هنا نویمن د پارلمان په غونډې کې وویل، " ناوړه حقیقت دا دی چې طالبانو میرمنې په کورونو کې اسیرې کړي او غواړي چې د جهادي ډلو نوی نسل وروزي".

دې میرمنې پخپلو خبرو کې وویل چې طالبانو د افغانستان په راتلونکې او د هیواد د ځوانانو په تعلیم برید کړی او زیاته یې کړه ،" ځان چې د طالبانو د پوهنې وزیر بولي اعلان یې کړی چې جهادي درسي نصاب به چمتو کوي".

د اروپایي پارلمان دې غړې همدرانګه وویل چې لږ تر لږه د افغانستان په دوو ولسوالیو کې خصوصي ښوونځي تړل شوي او په ټول هیواد کې مدرسې جوړیږي.

د جرمني دې سیاستوالې پخپلو خبروې کې دا هم وویل چې طالبانو د میرمنو او پوهنې پر ضد نوي بریدونه پیل کړل او زیاته یې کړه چې واک ته تر رسیدو وروسته طالبانو ښځې د عامه ژوندانه د چارو څخه لیرې کړیدي.

سره له دې چې طالبانو ژمنه کړې وه چې واک ته د رسېدو وروسته به د خپلې تیرې واکمنۍ برخلاف اعتدال ساتي، خو له واکمن کیدو وروسته یې ښځې له کار او زده کړو منع کړې. د شپږم ټولګي پورته لیسو او پوهنتونونو کې یې د نجونو په زده کړو بندیزونه ولګول او حتی ښځې یې عامه پارکونو، عامه حمامونو او ورزشي کلبونو ته له ورتګ هم منع کړي دي.

هغې زیاته کړه، " طالبان میرمنې تعلیم، کار کولو او پارکونو تلو ته نه پریږدي. هغوي پخپل تازه شدید فرمان کې میرمنې د ملګرو ملتونو په ادارو د کار کولو څخه هم منع کړي".

میرمن نویمن زیاته کړه، "دا ټول هغه دلایل دي چې مونږ باید څه چې په افغانستان کې پیښیږي، په دقت وګورو او د طالبانو په رسمیت پیژندلو په هکله فکر هم ونکړو".

د اروپایي پارلمان دا غړې داسې مهال د طالبانو په رسمیت پیژندلو په موضوع د نه فکر کولو خبره کوي چې د ملګروملتونو د عمومي منشي مرستیالې امینه محمد طالبانو سره د تعامل پر اړتیا د ټینګار په ترڅ کې ویلي، چې دغه اداره په راتلونکو ورځو کې د طالبانو د رسمیت پیژندلو په سر د بحث لپاره یو کنفرانس جوړوي.

میرمن امینې محمد تیره اونې د امریکا د پرینسټون پوهنتون د عامه او نړیوالو چارو د پوهنځي په یو سیمنار کې ګډونوالو ته وویل، چې په دې نړیواله غونډه کې به د نورو سربیره د افغانستان لپاره د نړۍ د ټولو هیوادونو ځانګړي استازي په یو میز سره راټول شي.

میرمن محمد وویل، چې تر راتلوونکو دوو اونیو پورې به افغانستان لپاره د ټولو هیوادونو ځانګړي استازي په لومړي ځل په سیمه کې په یوه غونډه کې راټول شي.

خو بل پلو بیا سپینې ماڼۍ ویلي چې د طالبانو په رسمیت پیژندلو په هکله هر ډول خبرې اترې نه منل کیدونکې دي.

د اروپایي پارلمان دې غړې همدارنګه په افغانستان کې د پوهنې د مدافع مطیع الله ویسا یادونه هم وکړه چې طالبانو بندي کړي.

میرمن هنا نویمن پدې هکله وویل، "هغوي چې د افغانستان دود او دستور او اسلامي اصولو په هکله سمه پوهنه غواړي، د میلو شا ته اچول کیږي".

هغي ښاغلی ویسا د افغانستان "ملي اتل" یاد کړ او زیاته یې کړه چې د " د قلم لار باني په تیرو څوارلسو کالونو کې کوښښ کاوه چې د سیمه ایزو ستونزو لپاره د حل سیمه ایزه لار پیدا کاندي".

خو بل پلو بیا طالبانو ویلي چې مطیع الله ویسا د بهرنیو هیوادونو سره اړیکې درلودې او د هغوي په اشارو یې عمل کاوه.

د اروپایي پارلمان دې غړي د مطیع الله ویسا په ګډون د ټولو فعالینو د خوشې کیدو غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG