د لاس رسي وړ اتصالات

اروپایي ټولنه کډوال بیرته یونان ته لیږي


د یونان او مکدونیا په پوله د مهاجرو د حال یوه څنډه
د یونان او مکدونیا په پوله د مهاجرو د حال یوه څنډه

د اروپایي ټولنې غړو هویاودنو یونان ته د هغو کډوالو د بیرته لیږلو پړاو پیل کړ چې په تیرو پنځو میاشتو کې ددې هیواد له لارې نورو اروپایي هیوادونو ته تللي دي.

هغه کډوال او پناه غوښتونکي چې یونان ته بیرته استول کیږي باید په هغه هیواد کې د پناه غوښتنې پروسه بشپړه کړي.

د اروپایي ټولنې قوانین له کډوالو غواړي چې د پناه غوښتنې درخواستونه په هماغه ورځ چې ددې ټولنې یو غړي هیواد ته ننوځي ورکړي. خو دغه قانون هغه وخت تعلیق شو چې په سلگونو زره پناه غوښتونکي چې اکثریت یې د سوریې، عراق او افغانستان اوسیدونکي دي، په ٢٠١٥ کال کې یونان ته ولاړل.

اروپایي کمیسیون د تیر کال په دسامبر کې غړو هیوادونو ته لارښونه کړې وه چې یونان ته د هغو پناه غوښتونکو تدریجي انتقال پیل کړي چې د روان کال د مارچ له ١٥ راهیسې پرته له کوم سنده ددې اتحادیې غړو هیوادونو ته تللي دي.

د اروپایي کمیسیون ویاندې توی ارنست، د سه شنبې په ورځ وویل "یو شمیر غړو هیوادونو درخواست کړی، خو د پناه غوښتونکو انتقال نه دی پیل شوی، یونان باید ډاډ ورکړي چې ددې پناه غوښتونکو د منلو لپاره لازم شرایط لري".

په ٢٠١٥ او ٢٠١٦ کلونو کې یونان ته د منځني ختیځ نه د مهاجرو سیلاب ستونزمن شرایط رامنځ ته کړي وو او په هغه هیواد کې اکثرو پناه غوښتونکو په ډیر بد حالت کې ژوند کاوه.

خو د میرمن ارنست، په وینا د تیر کال راهیسې په یونان کې د پناه غوښتونکو وضعیت ډیر ښه شوی دی له همدې کبله اروپایي کمیسیون د مهاجرو د تدریجې انتقال لارښونه کړې ده.

د یونان د مهاجرینو د چارو وزیر ویلي دي چې دې هیواد ته د اروپایي ټولنې د نورو غړو هیوادونو نه د مهاجرو بیرته استونه تدریجي ده او پناه غوښتونکي په کوچنیو ډلو کې هغه هیواد ته انتقالیږي.

ښاغلي ایوانیس میوزالیس دغه اقدام د اروپایي ټولنې په وړاندې د یونان د مکلفیتونو ښکارندوی کوي.

ښاغلي میوزالیس ویلي دي چې تر اوسه اروپایي ټولنې ٣٠ زره مهاجر د بیا میشت کولو او د کورنیو سره د یوځای کولو د پروگرام په چوکاټ کې درج کړي دي.

XS
SM
MD
LG