د لاس رسي وړ اتصالات

اروپا د پخوا په شان مهاجرینو ته هرکلی نه وايي


په منځني ختیځ کې د شخړو او نوره نړۍ کې د اقتصادي مشکلاتو نه پس په لکونو خلک د سر پناه او ښه ژوند په تکل کې اورپايي ملکونو ته په غیر قانوني لارو روان دي.خو په سویډن کې میشت افغان اکبرخان بړیڅي وايي چې اوس په اروپا کې مهاجرینو ته هغه شان هرکلی نه ویل کیږي چې څنگه به مخکې کیده.

د امریکا غږ آشنا راډیو سره مرکه کې اکبر خان بړیڅي چې په بریڅ خان مشهور دی،وايي چې اورپايي ملکونه ځوان او مجرد مهاجرین په اسانۍ سره نه قبلوي.

هغه دا هم وايي، چې پخوا به چې د مهاجرینو سره کومې مرستې کیدې او امکانات به ورته برابریدل هغه اوس نشته او نوي راغلي خلک دلته د ډیرو مشکلاتو سره مخ دي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:37 0:00

  • 16x9 Image

    شافعه سردار

    شافعه سردار د ۲۰۰۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکا غږ آشنا راډیو سره د ژورنالستې، نطاقې او پروډیوسرې په حیث کار کوي. هغې د کابل د پوهنتون د فارمسۍ په پوهنځی کې زده کړې کړې دي. شافعه سردار د آشنا راډیو د روغتیا او آشنایانو د ادبي دیرې د اوونیزو خپرونو کوربنه ده.
XS
SM
MD
LG