د لاس رسي وړ اتصالات

اروپایي ټولنه: طالبانو د کابینې د جوړیدو په اړه خپل تعهد مات کړ


د اروپايي ټولنې یوه ویاند د پنجشنبې په ورځ سپټمبر نهمه ( وږې ۱۸) د طالبانو د موقتې کابینې سره مخالفت اعلان کړ او ویې ویل دې ډلې په خپل تعهد چې ویلي دي د ټولنې د ټولو اقشارو د استازو په ګډون به یو همه شموله حکومت جوړوي عمل ندی کړی.

پیتر سټانو په بروکسل کې له خبریالانو سره د خبرو پرمهال د طالبانو د موقتي کابینې په اړه د غبرګون په ښودلو وویل:" دا هغه حکومت ندی چې طالبانو یې ژمنه کړې وه."

د اروپايي ټولنې د کمیسیون دې ویاند همدارنګه وویل، طالبانو د خپلې کابینې په اعلان سره، د افغانستان "متنوع او غني" مخینه په پام کې نده نیولې او د خپلې ژمنې په پوره کیدو کې ناکامه شوي دي.

ښاغلي سټانو زیاته کړه، اروپايي ټولنه د طالبانو له مشرانو سره تر تعامل مخکې، په افغانستان کې د همه شموله حکومت د جوړیدو غوښتونکې ده او له طالبانو سره د یادې ټولنې د تعامل اندازه د هغې ډلې د تعهداتو د عملي کیدو پورې اړه لري.

ښاغلي سټانو وویل، د مذاکرې له لارې د همه شموله عبوري حکومت جوړیدل، یو له هغو شاخصونو دی چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران پرې تینګار کوي.

د اروپايي ټولنې دا ویاند وایي د طالبانو د کابینې لست ته په کتو ، لیدل کیږي چې یادې ډلې پر هغه تعهد عمل ندی کړی چې ژمنه یې کړې وه.

سټانو وویل:" له دې مخکې لومړی ګام چې هغوی اوچت کړ، د هغه څه خلاف وو چې تمه یې کیده. له همدې امله، موږ په افغانستان کې د دایمي حکومت جوړیدو ته په تمه یو چې د ټولو شمولیت پکې ولیدل شي او داسې یوه اداره ووسي چې د افغانستان د ټولنې استازیتوب وکړای شي."

نړیوالې ټولنې تل په داسې همه شموله حکومت ټینګار کړی دی چې د افغانستان ټول قومونه او سیاسي اقشار پکې ونډه ولري، خو اوس لیدل کیږي چې د طالبانو په سرپرسته کابینه کې ټول د طالبانو جګپوړي غړي دي ، میرمنې نه پکې لیدل کیږي او قومي تنوع نلري.

خو له دې سره سره د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې په افغانستان کې د بحراني حالت له امله، اوسنۍ کابینه موقته ده او په نږدې راتلونکې کې به ښه شي، خو د ښه والي معیارونه یې بیان کړي ندي.

XS
SM
MD
LG