اروپایي چارواکو ویلي چې په بروکسل کې د طالبانو له پلاوي سره خبرې یوازې د هغو افغانانو د بېرته ستنولو پر عملیاتي ترتیباتو متمرکزې وې چې په اروپایي هېوادونو کې یې جرمونه کړي دي او دا د طالبانو له حکومت سره د اړیکو د عادي کېدو معنا نلري.
د اروپایي ټولنې د کورنیو چارو او کډوالۍ کمېشنر مګنوس برونر د چهارشنبې په ورځ وویل چې د طالبانو له پلاوي سره غونډه یوازې د بېرته ستنولو د چارو په اړه "عملیاتي بحث" و او په کې طالبانو ته هېڅ ډول امتیاز نه دی ورکړل شوی.
په ورته وخت کې د جرمني صدراعظم فریدرش مرتس د هغو نیوکو په ځواب کې چې ګواکې برلین له طالبانو سره اړیکې عادي کوي وویل، "موږ دا رژیم نه عادي کوو." هغه ټینګار وکړ چې له طالبانو سره هر ډول تعامل د جرمني د ملي ګټو لپاره او په "تر ټولو ټیټه ممکنه تخنیکي کچه" کېږي.
جرمني ویلي چې غواړي افغانستان ته د هغو افغانانو د استولو بهیر چټک کړي چې یا یې د پناه غوښتنې درخواستونه رد شوي او یا یې جنايي جرمونه کړي دي. د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي چې ښايي په راتلونکي کې هره میاشت د دربست الوتکو درې پروازونه افغانستان ته وشي.
بلخوا، د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو او د بخښنې نړیوال سازمان (Amnesty International) د اروپایي ټولنې پر دې تګلارې سختې نیوکې کړې دي. دغه سازمان ویلي چې افغانستان د بېرته ستنېدونکو لپاره امن هېواد نه دی او هر څوک چې دغه هېواد ته ولېږل شي، له جدي امنیتي او بشري خطرونو سره مخامخ کېدای شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي، چې د بروکسل په غونډه کې یې د پنځه کسیز پلاوي مشري کوله، ویلي چې کابل هیله لري دا ډول تماسونه به د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ د مثبت تعامل نوې لارې پرانیزي.
فورم \ دبحث خونه