د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنه او کاناډا: د تاوتریخوالي زیاتوالی د سولې بهیر سره په ټکر کې دی


ټاکل شوې ده چې په نژدې وختونو کې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی دوحې ته سفر وکړي
ټاکل شوې ده چې په نژدې وختونو کې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی دوحې ته سفر وکړي

په داسې حال کې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پیلېدو په اړه هیلې زیاتې شوي، په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیرانو یو ځل بیا له طالبانو د اوربند ټینګېدو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ماموریت او د کاناډا سفارت په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي چې د تاوتریخوالي لوړه کچه په دغه هیواد کې د سولې ټینګېدو او د تلپاتې اوربند ټینګېدو په برخه کې د ملګرو ملتونو له غوښتنې سره په ټکر کې دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د بین الافغاني خبرو پیلېدو لپاره باید د باور فضا رامنځته شي.

اروپايي ټولنې همدارنګه ټينګار کړی چې په افغانستان کې د سولې ټینګېدو لپاره باید له رامنځته شوي تاریخي فرصت څخه استفاده وشي او زیاته کړې چې باید بین الافغاني خبرې ژر تر ژره پيل شي.

یادې ټولنې ویلي چې د سولې خبرو کې د ښځو په ګډون باید د ټولو خلکو استازي حضور ولري.

په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي چې د سولې خبرو کې باید د ښځو د حقونو په ګډون په افغانستان کې د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې خوندي شي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي په هیواد کې د سولې ټینګېدو په اړه د افغان حکومت لخوا د زرګونو طالب بندیانو ازادول هم ستایلي دي.

اروپايي ټولنې تر دې مخکې هم په افغانستان کې د سولې ټینګېدو لپاره د ښکېلو اړخونو ترمنځ د تاوتریخوالي کمېدو او اوربند باندې ټینګار کړی و.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پیلېدو او اوربند ټینګېدو په اړه د اروپايي ټولنې او کاناډا سفارت د ګډې اعلامیې هر کلی کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د افغانستان حکومت به له رامنځته شوي فرصت څخه د سولې ټینګېدو لپاره هڅه وکړي.

تېره ورځ د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد هم وویل چې د سولې خبرو په نژدې کېدو سره په افغانستان کې جګړه زیاته شوې ده.

هغه وویل چې طالبانو غواړي د جګړې په زیاتېدو سره د خبرو پر مېز امتیاز واخلي. بلخوا طالبانو هم نن دوشنبه په غزني کې پر تازه دمه افغان ځواکونو د برید ادعا هم کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرو په اړه تر بل هر وخت هیلي زیاتې شوي دي.

ټاکل شوې ده چې په نژدې وختونو کې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی دوحې ته سفر هم وکړي.

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون تېره ورځ یو ځل بیا وویل چې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی خبرو ته چمتو دی او له طالبانو یې وغوښتل چې بین لاافغاني مذاکراتو ته چمتو شي.

بلخوا د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم د بین الافغاني خبرو ژر پیلېدو لپاره قطر ته رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG