د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنه: د طالبانو تروریستي بریدونه د منلو نه دي


اروپايي ټولنه وايي چې طالبان باید د دوحې تړون ته ژمن وي
اروپايي ټولنه وايي چې طالبان باید د دوحې تړون ته ژمن وي

اروپايي ټولنې یو وار بیا په افغانستان کې د طالبانو "د ترهګریزو بریدونو" په زیاتوالي اندېښنه ښودلې ده.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي رونالډ کوبیا په خپل ټویټر کې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو او بهرنۍ تګلارې د مشرانو د ګډې اعلامیې هغه برخه خپره کړې ده چې په کې د طالبانو وروستي بریدونه غندل شوي دي.

په اعلامیې کې ویل شوي دي: " د دوحې (له تړون وروسته) د تاوتریخوالي زیاتوالی او د طالبانو ترهګریز بریدونه د منلو نه دي. دا د توقعاتو خلاف دي او د بین الافغاني مذاکراتو په اړه لیدلوری کمزوری کوي. "

ښاغلي کوبیا نه دي ویلي چې دا اعلامیه کله او چېرته خپره شوې ده، خو هغه دا خبره د شنبې په ورځ جون۲۷ (چنګاښ۷) خپره کړې ده.

اروپايي ټولنې تر دې مخکې د مۍ په ۲۹(غبرګولي۹) په یوې اعلامیې کې په افغانستان کې د دایمي اوربند غوښتنه کړې وه او له افغانستان سره یې خپلې مرستې مشروطې کړې وې.

په اعلامیه کې ویل شوي وو: "د دې لپاره چې اروپايي ټولنه افغانستان کې د دموکراټیک او جمهوري نظام اصول وساتلی شي، خپلې مرستې مشروطوي."

اروپایي ټولنې هغه وخت هم د طالبانو بریدونه غندلي وو او ترې یې غوښتي وو چې د دوحې تړون ته درناوی وکړي.

افغان حکومت د اروپايي ټولنې دا دریځ ستایلی و خو طالبانو ویلي وو چې د دغې ټولنې د اعلامیې له ځینو ټکو سره مخالف دي.

د افغان پوځ‌ تلفات

اروپايي ټولنې داسې مهال ویلي دي چې د " طالبانو تروریستي بریدونه" د زغملو نه دي چې افغان حکومت وايي په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ له تړون وروسته، طالبانو په افغان ځواکونو او ملکیانو بریدونه زیات کړي دي.

د افغانستان د امنیت شورا تېره دوشنبه جون۲۲(چنګاښ۲) وویل چې دا اونۍ په تېرو ۱۹ کلونو کې د افغان پوځ لپاره د تلفاتو له پلوه تر ټولو خونړۍ وه.

وايي په دغې اونۍ کې د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د "طالبانو په بریدونو کې ۲۹۱ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه شهیدان او ۵۵۰نور زخمیان شوي دي."

د ملي امنیت په اعلامیه کې راغلي وو چې طالبانو د دې ترڅنګ په دغې اونۍ ۱۴۸ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.

له امریکا سره په تړون کې طالبانو ژمنه کړې ده چې په بهرنیو ځواکونو به بریدونه نکوي. افغان حکومت وايي چې د طالبانو بریدونه د بین الافغاني مذاکراتو لپاره هلې ځلې زیانمنوي.

XS
SM
MD
LG