د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنې د ټاکنو ترسره کیدو له کبله خوښي ښودلې ده


EU representitive in Afghanistan
EU representitive in Afghanistan

په افغانستان کې اروپايي ټولنه په خپل وخت د جمهوري ریاست انتخاباتو ترسره کیدو له امله خوښه ده.

په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې استازي پیري مایاودون د امریکا غږ له خبریالې ښایسته سعادت لامع سره په ځانګړې مرکه کې وايي که څه هم د ټاکنو د امنیت په ګډون یو لړ اندیښنې وي، خو دا ټاکنې د سولې لپاره هم مهمې دي.

ښاغلی مایاودون وايي د اروپايي ټولنې لپاره هدف تل ډیر روښانه دی، موږ په برابره توګه د سولې د پروسې او د ټاکنو ملاتړ وکړ.

د اروپايي اتحادیې مشر وايي که څه هم یو شمیر کسانو د روان کال په ولسمشریزو ټاکنو شک درلود، یو شمیر خنډونه په ځانګړې توګه د ټاکنو د عملي چارو په برخه کې لیرې شوې دي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له استازي پیري مایادون سره ځانګړې بشپړه مرکه دلته وګورئ:

اروپايي ټولنې د ټاکنو ترسره کیدو له کبله خوښي ښودلې ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:05:29 0:00
XS
SM
MD
LG