د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د افغان ټاکنو پر بهیر بریدونه د منلو وړ نه دي


په افغانستان کې نن ولسمشریزې ټاکنې پیل شوې
په افغانستان کې نن ولسمشریزې ټاکنې پیل شوې

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وايي، د افغان ټاکنو په وړاندې هر ډول تاوتریخوالی، که د رایو ورکولو پر مرکزونو، پر رایو ورکوونکو او که د ټاکنو پر کار کوونکو بریدونه وي د «منلو وړ نه دي».

انتونیو ګوتیرش همدارنګه پرون جمعه د «تلې پر پنځمه» په یوې اعلامیې کې په افغانستان کې له ټولو اړوندو ارګانونو څخه غوښتي، چې د سوله ییزو، معتبرو شفافو او ټول شموله ټاکنو په تر سره کېدو کې خپل مسؤلیت ادا کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي زیاته کړې، چې په افغان ټاکنو کې د تاوتریخوالې، ویرې اچولو او درغلۍ ته هېڅ ځای نشته.

هغه په افغانستان کې د ډموکراټیک سیاسي نظام د پیاوړتیا لپاره د ولسمشریزو ټاکنو تر سره کېدل مهم ګام بللي دي.

ګوتیرش پر داسې مهال په افغانستان کې د شفافو ټاکنو پر تر سره کېدو ټینګار کوي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم تېره پنجشنبه د تلې پر څلورمه له ولسمشر غني سره ټلیفوني خبرو کې د شفافو ټاکنو پر تر سره کېدو ټينګار کړی و.

نن شنبه د میزان پر شپږمه په افغانستان کې ولسمشریزې ټاکنې پیل شوې.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو تر دې مخکې د ولسمشریزو ټاکنو د ګډوډولو ګواښ کړی و.

XS
SM
MD
LG