د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنه: له جګړې ستانه شوي افراطیان اروپا ته ګواښ پيښوي


یورو پول وايي چې هغه افراطیان چې د عراق او سوریې نه اروپا ته بیرته ستنیږي د اروپايي هیوادونو لپاره خطر پيښولای شي.

د یورو پول اداره، چې د اروپايي اتحاد د قانون پلې کولو تر ټولو لویه اداره ده، وايي چې هغه چاودیدونکي مواد چې افراطیان یې په عراق او سورېې کې کاروي اروپايي اتحادیې ته ګواښ پيښولای شي.

یورو پول وايي چې هغه کسان چې د اروپا نه عراق او سوریې ته د جګړې لپاره تللي او بیرته ستانیږي د اروپا امنیت ته ګواښ دي.

د ٢٠١٦ کال په راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو د یورو پول ادارې ویلي چې د اسلامی افراطیانو لخوا په اروپا کې د بریدونه احتمال شته.

رپوټ زیاتوي چې افراطي ډلې په ځوانانو اتکا کوي او د بل هر وخت څخه ېې اوس ډیرې میرمنې جلب کړيدي.

په رپوار کې دا هم راغلي چې دا دریم کال دی چې په اروپا کې په جهادی فعالعیتونو کې د دخیلو کسانو نیول زیات شوی دی.

په ٢٠١۴ کال کې د امنیتي ادارو لخوا په اروپا کې ٢٩٥ کسان او په ٢٠١٦ کال کې ٧١٨ کسان نیول شوي دي. د دغو نیول شوو کسانو د دریمې برخې عمرونه د ۲۵ کلنو نه کم دی.

راپور دا هم وايي په عراق کې د اسلامی دولت د ډلې لخوا د ډرون له طریقه بریدونو په اروپا کې چارواکي په ویره کې اچولې دي.

اروپايي هیوادونه د دې نه ویره لري چې داسې نه شي چې په اروپا کې میشت اسلامي افراطیان دغه ډول وسلې استعمال نه کړي.

XS
SM
MD
LG