د لاس رسي وړ اتصالات

اروپایي اتحادیه د کډوالو د څار لپاره د الوتکو څخه کار اخلي


ډیری کډوال چې په فرانسې کې پراته دي د انګلش چینل د لارې بریتانیې ته په کښتیو کې.
ډیری کډوال چې په فرانسې کې پراته دي د انګلش چینل د لارې بریتانیې ته په کښتیو کې.

د اروپایي اتحادیې یو شمیر هیوادونو ویلي چې د فرانسې او بریتانیې تر منځ د (انګلش چینل) په لار کې د غیرې قانوني کډوالو د ۲۴ ساعته څار لپاره د الوتکې نه کار اخلي.

د فرانسې، جرمني، هالنډ او بلجیم د کډوالو د چارو وزیرانو یکشنبه نومبر ۲۸ ( لیندۍ۷) د فرانسې د کالې په ښار کې غونډه وکړله. فرانسې پدې غونډه کې د اروپایي اتحادیې د هیوادونو نه وغوښتل چې د غیرې قانوني کډوالو د قاچاقبرانو پر ضد هلو ځلو کې دې همکاري وکړي.

د اروپایي اتحادیې دا مشران پداسې حال کې جرګه کیږي چې څلور ورځې وړاندې د کډوالو یوه بیړۍ د فرانسې او بریتانیې تر منځ په اوبو (انګلش چینل) کې ډوبه شوه او ۲۷ تنه پکې مړه شول.

پدې غونډې کې بریتانیې برخه نه وه اخیستې.

په غونډې کې دغو څلورو هیوادونو د هغو جنایي ډلو پر ضد مبارزې کې د عملیاتي همکارۍ په ټینګښت موافقه وکړله چې مهاجرینو ته چې غواړي د فرانسې نه بریتانیې ته په خطرناکو لارو ولاړ شي په اوبو کې د ډوبیدو د مخنیوي لپاره ځانګړي جاکټونه او کښتۍ برابروي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر په انګلش چینل کې د غیرې قانوني کډوالو د څار په هکله د تازه اقدام اعلان وکړ.

ګیرالاډ درمانین وویل، " د اروپایي اتحادیې سرحدي اداره فرانټیکس به شپه او ورځ د څارنې الوتکه ګماري چې د فرانسې، بلجیم او هالنډ د پولیسو سره د څارنې په برخې کې همکاري وکړي".

ښاغلي درمانین وویل په انګلش چینل کې د ډوبو شویو کسانو سره د خواخوږۍ د څرګندولو تر څنګ وویل، "د نورو کسانو مړه کیدل د منلو وړ ندي".

ټاکل شوې وه چې د فرانسې د کورنیو چارو وزیر د خپلې برتانوۍ انډولې میرمن پریتي پاټیل سره کتلي وی ځکه چې د چارشنبې دورځې د پیښې نه وروسته چې ۲۷ کډوال په انګلش چینل کې ډوب او مړه شول، فرانسې او بریتانیې ژمنه کړې وه چې پدې چینل کې د غیرې قانوني کډوالو د ستونزې په حل کولو کې همکاري کوي.

خو د پیښې نه تقریباً ۴۸ ساعته پیس د فرانسې جمهور رئیس ایمانیول مکرون د بریتانیې په صدراعظم بوریس جانسن د موضوع په هکله د "نه جديتوب" تور پورې کړ.

XS
SM
MD
LG