د لاس رسي وړ اتصالات

مقدونیه د کډوالو لپاره سرحدي لارې تړي


د یونان او مقدونیې په سرحد کې کډوال په سختو شرایطو کې ژوند کوي، د مارچ نهمه، ٢٠١٦
د یونان او مقدونیې په سرحد کې کډوال په سختو شرایطو کې ژوند کوي، د مارچ نهمه، ٢٠١٦

د پناه غوښتونکو د بهیر د تم کولو لپاره د اروپا او ترکیې ترمنځ معامله د بشري حوقو د ډلو له خوا نه غېر انساني بلل شوې ده.

په زرگونو سوري، عراقي او افغان کډوال چې شمالي اروپا ته د رسېدلو هڅې کوي، بند پاته دي، ځکه چی مقدونی نن چارشنبې خپل سرحد بند کړیدی.

د اسوشېتېد پرېس خبري اژانس لیکي چی نن هم د مهاجرینو بهیر د یونان او مقدونیې ترمنځ سرحد ته ور وران دی، که څه هم د اروپايي اتحاد او ترکیې ترمنځ د کډوالو په برخه کې له معاملې نه وروسته سلووینیا، کروویشیا، او سربیا خپل سرحدونه وتړل.

په دغه معامله کې یوه پریکړه داده چې د بالکان هېوادونو ته به یوازې هغه کډوال ورپرېږدي چې قانوني وېزې ولري. د اي ډامیني په کمپ کې نن د شړکنده باران او نورو ستونزو سره سره ١۴ زره کسان ژوند کوي. دا خلک په کوچنیو خیمو کی چی مرستندویو ادارو ورکړې دي ژوند کوي.

د سرحد د دروازو له بندیدلو سره سره یوشمېر کډوالو تر پنځه لس کیلومترو پورې له یوه نژدې تم ځای نه د سرحد په لور مزل وکړ. په دې کې ښځې، او ماشومان هم وو، خو د باران او ېخنۍ نه ېې د ځان د ژغورنې لپاره ډېر لږ څه لرل. ځېنې په دې کمپ کې له ېوې اونۍ راهیسې ایساردی او ځېنی لا تردې هم ډېرې ورځې دلته پاتې دي.

کډوال د اي ډامېنی په کلي کې انتظار کوي چې د مقدونیې له سرحد نه شمالي اروپاته واوړي
کډوال د اي ډامېنی په کلي کې انتظار کوي چې د مقدونیې له سرحد نه شمالي اروپاته واوړي

یو افغان کډوال علی جان وايي" زه نپوهېږم؛ دوی وايي باید بېرته ترکیې ته ولاړ شم. دابه ښه وي چې ترکیې ته ولاړشم؛ ځکه که مخکې ولاړشم، نو قاچاقبر ته به ډېرې روپۍ ورکوم".

اروپايی اتحاد او ترکیه دېته نژدې ښکاري چې اروپاته د کډوالو دخپل سر مهاجرت د مخنیوي په سر یوې معاملی ته رسېدلي وي. دغه مهاجرین عموما له ترکیې نه یونان ته د قاچاقبرانو په مرسته ځي خو اوس به ېې مخه نیول کېږي.

د ترکیې او اروپايي اتحآد ترمنځ د کډوالو پر معامله باندې د بشري حقوقو ډلو اعتراضونه کړي دي.

په بروکسلز کې ددوشنبی په ورځ ناوخته د اروپايي اتحاد د شوری رئیس ډانلډ ټسک اعلان وکړ چې اروپاته دغربي بالکان له لارې د غېرمنظم مهاجرت ورځې پایته ورسېدلې.

ډانلډ ټسک په برسلز کې
ډانلډ ټسک په برسلز کې

د اروپايي اتحاد د شوری رئیس ډانلډ ټسک وویل " اروپا ته د کډوالو غېرمنظم مهاجرت اوس پایته ورسېد. ددغه بدلون د اسانتیا لپاره به موږ له یونان سره مرسته کوو او زښتې ډېرې بشري مرستې له کډوالو هم کوو."

دملگرو ملتونو د مهاجرینو دعالی کمشنرۍ ویاند ویلیم سپنډلر په ژنیو کې وویل دا اداره په دې معامله کې شراکت نلري او په جز ئیاتو ېې خبره نده. ښايي دامعامله نړۍ وال قانون تر پښو لاندې کړي.

ښاغلي سپنډلر وویل " موږ دېته اندېښمن یو چې ددې معاملې یوه برخه له یوه هېواد نه بل هېوادته د افرادو بېرته ستنول دي، بې له دېنه چې دمهاجرانو د خونديتوب مسلې ته په کافي اندازه پام شوی وي او یا نړۍ وال مسوولیتونه پکې په نظرکې نیول شوي وي".

هر سوري کډوال چې ددې معاملې له مخې له اروپانه ترکیې ته بیرته لېږل کېږي، په مقابل کې به یو رسما قبول شوی سوري مهاجرله ترکیې نه په اروپا کې منل کېږي.

د ترکیې صدراعظم داود اوغلو وايي د دې کار مقصد قانوني مهاجرت ته دخلکو هڅو ل دي.

د ترکیې صدراعظم احمد داود اوغلو په برسلز کې
د ترکیې صدراعظم احمد داود اوغلو په برسلز کې

د ترکیې صدراعظم داود اوغلو وویل " زموږ مقصد دادی چی د غېرقانوني مهاجرت اوانساني قاچاقبرانو دفعالیتونو مخه ونیول شي. له هغو خلکو سره مرسته وشي چې غواړي اروپا ته د قانوني مهاجرت له لارې په منظم ډول ولاړشي."

ترکیه لهاروپايي اتحآد نه د ددې په وړاندې چې ورستانه شوي مهاجرین قبول کړي څه باندې شپږنیم ملیارد ډالره مرسته غواړي. همدارنگه له ترکیی نه اروپايی اتحاد ته دخلو اتباعو لپاره له وېزې نه پرته د سفر سهولتونه هم غواړي.

د عفوې نړۍ والې ادارې هم په دې معامله انتقاد کړی دی. ددغې ادارې یوې چارواکې وان گولېک وویل ترکیه هم د مهاجرینو لپاره خوندي ځای ندی.

اغلې وان گولیک وايي یوازینی لاره چې موږ د قاچاقبرانو مخه پرې نیولی شو، هغه داده چې مهاجرینو ته اروپا ته د تللو لپاره متبادلې لارې پیدا کړو.

XS
SM
MD
LG