د لاس رسي وړ اتصالات

اروپایي اتحادیه: ترکیه باید د مهاجرو منل بیرته پیل کړي


اروپایي اتحادیه د ترکیې نه غواړي چې د یونان نه د مهاجرینو اخیستل بیرته پیل کړي.
اروپایي اتحادیه د ترکیې نه غواړي چې د یونان نه د مهاجرینو اخیستل بیرته پیل کړي.

اروپایي اتحادیې نن دوشبنه، مارچ ۲۹ (وري۹) د ترکیې نه غوښتي چې په "عاجله" توګه دې د یونان نه د مهاجرینو منل پیل کړي.

یونان همدارنګه غواړي چې ترکیه دې د مهاجرینو د تګ راتګ په لارو کې د پولیسو فعالیت ډیر کړي او سل ګونه هغه پناغوښتونکې دې بیرته واخلي چې په یونان کې یې د پنا غوښتنې رد شویدي.

د اروپایي اتحادیې د کورنیو چارو کمیشنرې یولوا جوهانسن د لیس بوس په ټاپو کې د مهاجرینو په کمپ کې چې شاوخوا ۸ سوه زره پنا غوښتونکي پکې دیره دي، د ملاقات پر وخت وویل چې " زه په ترکیې غږ کوم چې د یونان نه د مهاجرینو بیرته اخیستل پیل کړي."

بلخوا ټاکل شوې د اروپایي اتحادیې او اروپایي کمیسیون مشران بله میاشت په ترکیه کې د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان سره وګوري. د اروپایي اتحادیې یو ویاند ویلي چې دغه ملاقات به د اپریل د میاشتې په ۶مې وشي.

اروپایي اتحادیې دا ندي ویلي چې ښاغلی چارلز میچل او میرمن اورزولا فن در لاین به د ترکیې د مشر سره په څه وغږیږي خو کارپوهان وایي چې ددې مشرانو سفر د اروپایي اتحادیې او ترکیې تر منځ د اړیکو د ښو کیدو نښه ده.

ترکیه چې غواړي د اروپایي اتحادیې غړیتوب تر لاسه کړي، د ۲۰۲۰ کال د مارچ په میاشت کې یې د اروپایي اتحادیې د مشرانو سره رسمي غونډه کړې وه.

سره لدې چې ترکیه د میرمنو سره د زورزیاتي د مخنیوي او مبارزې د کنوانیسیون نه ووتله او د بشري حقونو وضعیت هم پکې خراب شوی خو اروپایي اتحادیې بیا هم ویلي چې غواړي د دې هیواد سره سوداګري پراخه کاندي.

XS
SM
MD
LG