د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنې اسرائیل ته خبرداری ورکړ چې د غزې په رفح کې 'سمدستي' عملیات ودروي


د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزپ بوریل
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزپ بوریل

اروپايي ټولنې د چهارشنبې په ورځ مۍ ۱۵ (غويي ۲۶) له اسرائیل وغوښتل چې د غزې په رفح کې خپل پوځي عملیات "سمدستي" پای ته ورسوي، او خبرداری یې ورکړ چې په دې غوښتنه عمل نه کول به د اروپايي ټولنې او اسرائیل اړیکې خرابې کړي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې د مشر جوزپ بوریل له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي: "که اسرائیل په رفح کې خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي، دا به له اسرائیل سره د اروپايي ټولنې اړیکې سختې زیانمنې کړي."

په اعلامیه کې راغلي: "اروپایي ټولنه له اسرائیل څخه غواړي چې په رفح کې خپل پوځي عملیات سمدستي پای ته ورسوي،" او خبرداری ورکوي چې دا عملیات "په غزه کې د بشري مرستو ویش نور هم ګډوډوي او د داخلي بې ځایه کیدو، قحطۍ او انساني کړاوونو لامل کیږي."

اروپايي ټولنه له غزې سره په عمده مرسته کوونکو کې شامله ده او د اسرائیل سره پراخې سوداګریزې اړیکې لري. ټولنې وویل چې د رفح شاوخوا یو میلیون خلکو ته د اسرائیل له خوا امر شوی چې نورو سیمو ته کډه وکړي چې ملګري ملتونه دا کار خوندي نه دی ګڼلی.

په اعلامیه کې راغلي: "په داسې حال کې چې اروپايي ټولنه د اسرائیل له ځان څخه د دفاع حق په رسمیت پیژني، اسرائیل باید دا کار د نړیوال بشردوستانه قانون سره سم ترسره کړي او د ملکي وګړو خوندیتوب یقیني کړي."

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې قانون له اسرائیلو غواړي چې بشري مرستو ته اجازه ورکړي.

اروپايي ټولنې همدارنګه د کرم شالوم پر پوله د حماس برید غندلی چې د بشري مرستو رسولو مخه یې ډب کړې ده.

اعلامیې زیاته کړې: "موږ په ټولو خواوو غږ کوو چې د سمدستي اوربند او د حماس له خوا د ټولو یرغمل شویو بندیانو د غیر مشروط خوشې کولو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي."

په غزه کې روانه جګړه پر اسرائیل باندې د حماس د اورپکو د اکتوبر د اوومې له بې ساري برید وروسته پیل شوه. اسرائیلي مقامات وايي په دغه برید کې ۱۱۷۰ زیاتره ملکي خلک ووژل شول.

په غزه کې د روغتیا وزارت وايي، د حماس د له منځه وړلو لپاره د اسرائیل په ځوابي عملیاتو کې تراوسه لږ تر لږه ۳۵۰۰۰ کسان وژل شوي چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

د متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې په ګډون د اسرائیل عمده متحدینو او ملګرو ملتونو ټولو خبرداری ورکړی چې په رفح کې د اسرائیل هر ډول ستر عملیات به د ملکي تلفاتو کچه ډیره لوړه کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG