د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپا څه دپاسه نیمایي لویان د کرونا ضد واکسین شوي


اروپایي اعلان کړی چې ددې ټولنې د لویانو د نیمایي نفوس په ګډون ۲۰۰ میلونه اروپایان په بشپړه توګه د کروناویروس ضد واکسین شوي خو بیا هم د روان اوړي پورې د ۷۰ فیصدو اروپایانو د واکسین کولو هدف ندی ترلاسه شوی.

د اروپایي کمیسیون ویاندې دانا سپینانت، د پنجشنبې په ورځ جولای ۲۲ (چنګاښ ۳۱) خبریالانو ته وویل د اروپا د امراضو د کنترول مرکز د وروستیو شمیرو له مخې د اروپایي ټولنې د نفوس ۵۴.۷ فیصده لویان په بشپړه واکسین شوي دي.

میرمن سپینانت وویل چې په مجموعي توګه د اروپایي اتحادیې د نفوس ۶۸.۴ فیصده وګړو لږ تر لږه یو ډوز کرونا وبا ضد واکسین ترلاسه کړی. هغې وویل: "اوس مونږ د نړۍ په هغو ساحو کې شامل یو چې زیات شمیر کسان یې واکسین شوي، خو مهمه ده چې دغه کار په انډول توګه پرمخ ولاړ شي، چې نور داسې څای پاته نشي چې ویروس په کې خپور او یا زیات شي."

اروپایي اتحادیه د واکسین د کمښت له کبله ورو او د متحده ایالاتو او بریتانیا څخه لږ وروسته اد کوویډ۱۹ ضد واکسین تطبیق کول پیل کړل، او دغه وضعیت اروپایي کمیسیون چې ۲۷ غړو هیوادونو ته د کروناویروس ضد واکسین د ویش او تطبیق د پروګرام همغږونکی دی تر سختو نیوکو لاندې راوست.

د هغو شمیرو له مخې چې د فرانس پرس اژانس ته ورکړل شوي د اروپایي اتحادیې په هیوادونو کې څه دپاسه ۴۴۰ میلیون دوزه واکسین تطبیق شوی دی.

XS
SM
MD
LG