د لاس رسي وړ اتصالات

فوټبال: جرمني او فرانسه هم د اروپايي سیالیو منځلوبو ته ووتل


د اروپا د ۲۰۱۶ د فوټبال د اتلولۍ د یکشنبې د ورځې په لومړنیو دوو سیالیو کې فرانسې ایرلینډ او جرمني سلواکیا ته ماتې ورکړه. درېیمه سیالي به یې د امریکا په وخت د ماسپښین په دریو بجو د بلجیم او هنګري ترمنځ ده.

د ۲۰۱۴ کال د فوټبال نړیوال اتل جرمني سلواکیا ته ماتې ورکړه. جرمني له اوله د سلواکیا په خلاف ښه لوبه پيل کړه او د لوبې په لومړنۍ نیمايي کې دوه ګولونه ووهل، خو مسلمان لوبغاړي اوزیل یې یوه پنالټي هم مس او ګول نکړې شوه.

جرمني په دویمه نیمايي کې یو بل ګول وواهه او لوبه یې ۳-۰ وګاټه.

د ایرلنډ او هسپانیا لوبه هم په زړه پورې وه، ایرلنډ د لوبو په لومړنیو دقیقو کې یوه پینالټي ګول کړه او د لوبې لومړۍ نیمايي یې یو-صفر ختمه کړه. خو په دویمې نیمایي کې بیا فرانسې قوي او پرلپسې بریدونه وکړل او تر اویایمې دقیقې مخکې یې دوه ووهل او همدا نتیجه یې د لوبې ترپایه وساتله. ۲۵ کلن ګریزمن د فرانسې دوه ګولونه ووهل.

د یکشنبې د ورځې په درېیمه لوبه کې، چې د امریکا په وخت د ماسپښين په دریو بجو پيلیږی، هنګري له اتریش سره مخامخ ده. ګټونکې یې کوارټرفاینل ته وځي.

د شنبې د ورځې په لوبې کې پولنډ سویزرلنډ د پنالټي په شوټونو کې ۴-۵ سویزلنډ ته او پرتګال ۱-۰ ګروشیا ته ماتې ورکړې او منځلوبو ته ووتل.

په همدې حال کې د امریکايي هېوادونو ترمنځ د کوپا امریکا سیالیو وروستۍ لوبه او فاینل د امریکا په وخت د یکشنبې د ماښام په اتو بجو پیلیږي. چیلي او ارجنټاین به د کب د ګټلو لپاره سیالي کوی.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG