د لاس رسي وړ اتصالات

آیا اروپا د کډوالو بله څپه زغملی شي؟


په ۲۰۱۵ کال کې اروپا له دوهمې نړیوالې جګړې نه وروسته د مهاجرینو له بې ساري سیلاب سره مخامخ شوه
په ۲۰۱۵ کال کې اروپا له دوهمې نړیوالې جګړې نه وروسته د مهاجرینو له بې ساري سیلاب سره مخامخ شوه

په ۲۰۱۵ کال کې اروپا د مهاجرت له ترټولو سخت بحران سره مخامخ شوه او شاوخوا یو میلیون خلک دې وچې ولاړل. د دغو نویو کډوالو اکثریت مسلمانان دي چې اکثریت يي د سوریې او افغانستان په شان هیوادونو له کورنیو جگړو او په یو شمیر نورو هیوادونو کې د بې وزلۍ له امله دغه سخته او خطرناکه لاره وهلې ده.

مهاجرین له میاشتو راهیسې اروپا ته د تللو هڅه کوي، خو د سپتمبر په میاشت کې د ترکیې پر یو ساحل د یو ډوب شوي سوریايي ماشوم تصویرونو ټولې نړۍ ته یو ټکان ورکړ او هغو خلکو ته یې د لویدیځ خواخوږي جلب کړه چې په سوریه کې له جګړې نه د تیښتې په حال کې دي.

هنګري چې د زرگونو کسانو په ورتگ له سخت فشار سره مخامخ وه د اکتوبر په میاشت کې اغزن سیم وغزاوه او یوه تارګه رامنځته کړه.

په اتریش کې چې د لویدیځې اروپا دروازه ده، په لومړي سر کې هغو اورګاډو ته د چکچکو په واسطه ښه راغلاست ویل کیده چې له هنګري نه به راتلل. حتی د اتریش ښځو به د شمعو او سګرټو په واسطه د مهاجرینو هرکلی کاوه. دینیس نومې اتریشي وویل چې اروپا دغه خلک نشي ایسارولی، خو ویې ویل چې د فرهنګ مسله "په یو بل وخت کې یو بل بحث ته اړتیا لري."

زیاتره مهاجرینو ویل چې جرمني یا سویډن یې وروستۍ منزل دی، خکه چې هلته د عامه مرستو د ښو پروګرامونو په وجه هغوی د یوې ښې راتلونکې هیله درلوده .

خو د مهاجرینو ددي فشار نښې نښانې ډیر زر په اروپا کې څرګندې شوې. سویډن هم په خپلو پولو کنټرول راوست. د سويډن صدراعظم ستیفن لوفوین وویل چي دا حالت په دې ډول دوام نشي کولی او زیاته یې کړه "څرګنده ده چې په اروپايي ټولنه کې د مهاجرت سیاست ته باید له سره کتنه وشي."

په پاریس کې له ترهګریزو بریدونو نه وروسته شکونه زیات شول. د برید کوونکيو دوه تنه يې د مهاجرینو په جامه کې اروپا ته سفر کړی و.

د جرمني صدراعظمې په لومړیو وختونو کې د مهاجرینو هرکلی وکړ، خو د کال تر پایه پورې د هغې په موقف کې بدلون راغی او ویې ویل چې هیواد یې د مهاجرینو شمیر کموي.

۲۰۱۵ کال د سرحدونو د کلکولو په خبرونو پای ته رسیږي، خو اروپا له دې انساني څپې سره د مقابلې لپاره یو جامع پلان نه لري. دا یوه داسې پدیده ده چې، د مشرانو په وینا، اروپا یې له ازمیښت سره مخامخ کړې ده.

XS
SM
MD
LG