د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپا ملت پالان: په اروپا کې کډوال باید اروپایي ژوند وکړي


د ایټالیا د شمالي جبهې مشر ماتیو سلویني، د فرانسې ملت پال سیاستواله مارین لېپن، او هالنډی اسلام ضد سیاتوال خیریت ویلدرز
د ایټالیا د شمالي جبهې مشر ماتیو سلویني، د فرانسې ملت پال سیاستواله مارین لېپن، او هالنډی اسلام ضد سیاتوال خیریت ویلدرز

د چک جمهوریت په پلازمینه پراک کې د اروپا د ښي اړخي گوندونو یو شمیر پیژندل شوي سیاست وال د "ولسونو او ازادې اروپا" په ۱۶م کنفرانس کې د گډون لپاره راټول شوي و.

په دغو سیاستوالو کې د فرانسې پېژندل شوې ښی اړخې سیاستوالې مارین لوپن، د اتریش د صدراعظم مرستیال، د هالند د مهاجرو خلاف سیاستوال خیرت ولیدرز او یو شمېر نورو برخه اخیستې وه.

دغو کسانو له غونډې په خبري کنفرانس کې وویل چې که مهاجر د اروپایانو په څیر چلند نه کوي نو اروپا دې پریږدي.

د چک جمهوريت د ازادۍ او دموکراسۍ گوند مشر، ټومیو اوکامورا وویل "هر څوک په خپل هیواد کې هر څه کولی شي. خو که په اروپا یا زمونږ په هیواد کې اوسیږي، نو باید د اروپایانو په څیر واوسیږي او یا دې ووځي."

د فرانسې د ملي جبهې مشرې مرین لیپن وویل چې هغې په دې خاطر د اروپایي اتحادیې له جوړښت سره مخالفت کړی و، چې دغه اتحادیه د غړیو هیوادونو ځانگړي کلتورونه له منځه وړي".

اغلې لېپن زیاته کړه "مونږ له پردیو کرکه نلرو. مونږ د اروپایي اتحادیې پرخلاف یو، ویجاړونکی اتحادیه ده. کډوال د زغم وړ نه دي. زموږ کلتور یې له منځه وړی دی. تنوع مو خوښه ده خو فرانسویان باید فرانسویان وي، هالندیان، هالندیان وي او چک باید چک وي."

دا ډله په ۲۰۱۵ کال کې جوړه شوه او پرونۍ جلسه یې د ازادۍ او ډیموکراسۍ ګوند تنظیم کړې وه.

بلخوا د اروپا د ښي اړخو گوندونو د غونډې پرخلاف په سلگونو کسانو په پراگ کې لاریون وکړ.

یو لاریون کوونکی وایي "د اروپا اصلي ستونزه دغه سیاستوال دي چې کرکه خپروي. دوی په اروپا کې د مسلمانانو او یهودانو پرضد کرکه خپروي."

په فرانسه کې هم شاوخوا پنځه سوه کسانو د کډوالو په پلوي مظاهره وکړه او له چارواکو یې وغوښتل چې کډوال ومني او د ژوند اسانتیاوي ورته برابرې کړي

د کډوالو په پلوی د لاریون یوه تنظیموونکې وایي "مونږ په بشریت د مهاجرت په اغیز پوهیږو خو سرحدونو ته څیرمه پر حالاتو هم خبر یو چې هره ورځ تخمیناً شل کډوال په اوبو کې د ډوبیدو، په ترافیکي پیښو کې، په تونل کې د اورگاډي لاندې کیږي یا یی برق نیسي".

له تیرو لسو کالونو راهیسي له منځني ختیځ، افغانستان او افریقا څخه اروپا ته رسیدلی کډوال د اروپایي اتحادیې د سیاست ستره موضوع ده.

ددې ټولو ستونزو برسیره او په دې ساړه ژمي کې هم شاوخوا ٢٣٠٠ پناه غوښتونکي د ترکیې په لاره بلغاریا ته رسیدلي دي، او د اروپا لویدیځو هیوادونو ته د اوښتو هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG