د لاس رسي وړ اتصالات

سږکال د ترکیې له لارې سل زره کډوال یونان ته تللي دي


یو شمېر مهاجرین چې د ترکیی له سمندري لاری یونان ته تللی دي او هلته له وړو کښتیو نه ښکته کېږي
یو شمېر مهاجرین چې د ترکیی له سمندري لاری یونان ته تللی دي او هلته له وړو کښتیو نه ښکته کېږي

اروپايي اتحاد له ترکیې سره د روان کال د مارچ په ٧- مه نېټه د مهاجرینو د ستونزی په برخه کې یوه عالي غونډه کوي؛ جرمنی ددې غونډې پرمختگ ته سترگې په لار دی

په اروپا کې د کډوالو د شخړو تازه خبرونه دادي چې اروپايی اتحاد پلان لري ١٦٠ زره کډوال چی پر ایټالیا او یونان یې فشار زیات کړی دی، په نورو هېوادونو کې ځای په ځای کړي.

په شمالي یونان کې پولیس وايي چی تقریبا ۴٠٠ کډوال چې زیاتره ېې سوریایان دي، له عبوري کمپ نه تښتېدلي دي او د مقدونیې په لور سرحد په لور خوځېدلي دي.

جرمني د سږکال د جنوري په مېاشت کې ۴٥٨ البانیايي کډوال بېرته البانیې ته ستانه کړي دي. سره له دې هم د جنوري په میاشت کې د البانیایانو له خوانه په جرمنی کې د کډوالۍ لپاره ١٠٣٨ درخواستونه ورکړل شوي دي.

د اروپا هېوادونه د مهاجرینو د غټ شمېر دورتگ له امله په داسې لارو چارو غور کوي چې د حل لارې ورته پیدا کاندي. په دې برخه کې وروستی اقدام دادی چې یو شمېر اروپايي هېوادنه وايي دوی به یوازې سوري او عراقي مهاجرینو ته له سرحد نه د تېرېدلو اجازه ورکړي. دې کار ډېر افغان کډوال او د شمالی افریقا نور کډوال له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د ایټالیا په ساحل کې ېوه کډواله ښځه چی په سمندر کې له ډوبیدلو نه ژغورل شوېده
د ایټالیا په ساحل کې ېوه کډواله ښځه چی په سمندر کې له ډوبیدلو نه ژغورل شوېده

د مقدونیه د شمالي برخې په دغه کمپ کې زیاتره خلک دافغانستان دي. د یوشمېر اروپايي هېوادونو دا فیصله چې د عراق او سوریې د کډوالو تېرېدل هم محدود کړی شي، د دغو خلکو لپاره چې شمېر ېې ٧٠٠ سوو کډوالو ته رسېږي؛ د یوې سترې غمېزې نه کم کار ندی.

په دغه کمپ کې یو افغان مهاجر چې نوم ېې ندی ښودل شوی وايي" په دې کمپ کې امیدوارې ښځې دي، ماشومان دي او گوډ اومعیوب انسانان دي. زه هیله کوم چی د سربیا خلک سرحد پرانیزي او موږ ته اجازه راکړي چې په یوه خوندي اوامن ځای کې ژوند وکړو."

هغه سوریايی مهاجران چې له سرحد نه تېریږي، او د غربي اروپا لوري ته ځي هغوی هم د سربیا او کروویشیا په سرحد کې له ورته ستونزو سره مخامخ کېږي، ځکه هلته له سرحد نه د تېریدولو قوانین نور هم سختېږي. یو سوري مهاجر عبود الاحمد وايي " پولیس موږ ته وايي چې له تاسې نه به ېو څونوې پوښتنې وشي چې ولې جرمني ته ځئ. تاسې هلته د زده کړو لپاره ځئ ؟ اقتصادي ستونزې لرئ او که د سوریې له جگړې نه تښتئ؟ موږ ورته وایو چې موږ یوازې له جگړې نه تښتو او یوازې سوله غواړو!

څرنگه چې دغه محدودیت ورځ په ورځ زېاتېږي او کم شمېرخلکو ته له سرحد نه د تېرېدلو اجازه ورکول کېږي، نو د بالکان دهېوادونو چارواکي سخت پریشان دی او نپوهېږي چې څه وکړي.

گوران سټاوانوفسکي په مقدونیه کې د یو عبوري مرکز رئیس وايي" دمهاجرینو د ثبت نام د اسنادو قانوني وخت تېر شویدی، دا هغه اسناد دی چې تر ٧٢ ساعتونو پورې قانونی اعتبار لري. ددې خلکو د ستونزې د حل لپاره غوره لاره د مقدونیې، سربیا او د برسلز د چارواکیو ترمنځ مستقېمې خبرې دي.

د چارشنبی په ورځ چی د اطریش هېواد د کډوالو د ستونزو په برخه کې دبالکان هېوادونو له چارواکیو سره غونډه کړې وه، په هغې کې له یونان نه علاوه جرمني هم نه و بلل شو. له همدې امله یونان په غوسه و. یونان په همدې لړکېپرترکیې هم له دې امله انتقاد کوي چی مهاجرینو ته د سمندر له لارې اجازه ورکوی چې یونان ته ولاړ شي. ېوازې سږکال له ترکیې نه تقریبا سل زره مهاجرین یونان ته تللي دي.

کډوال د مقدونیې له سرحد نه سربیا ته له یوه کنگل شوي سیند نه د واورې په توپان کې تېرېږي، د جنوري ١٦- مه ٢٠١٦ .
کډوال د مقدونیې له سرحد نه سربیا ته له یوه کنگل شوي سیند نه د واورې په توپان کې تېرېږي، د جنوري ١٦- مه ٢٠١٦ .

جرمني هیله من دی چی ترکیه به د کډوالو د بهیر په سوکه کولو او یونان ته ېې د تللو په مخنیوي کې همکاري وکړي. اروپايي اتحاد له ترکیې سره د مارچ په ٧- مه نېټه په دې برخه کې یوه عالي غونډه کوي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر تامس مېزیر نن وویل " موږ پوهېږو چې دا روان حالت د ډېرو لپاره د اندېښنې وړ دی، خو یو اړخېزې پریکړې چې په ملي کچه کېږي، هغه یوازې د ستونزې لوری نورو ته ور اړوي، حل کوي ېې نه.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر د مارچ په ٧- مه د یونان او ترکیې ترمنځ خبرو کې د سرحد په برخه کې پرمختگ ته سترگې په لار دی.

دملگرو ملتونو یوه چارواکی د یونان پلازمېنی اتن ته په یوه سفر کې وویل پکارده اروپايي هېوادونه ددې شخړې په اوارولو کې له یوبل سره مرسته وکړي.

د ملگرو ملتونو د مهاجرینو عالي کمشنر فېلیپو گرانډې وايي" دا ډېره مهمه ده چې ټولو هېوادونو له سرحدونو نه د تېریدلو په برخه کې د محدودویت لپاره جلا جلا اقدام، کړی دی؛ او خپل سرحدونه ېې بند کړي دي؛ خو په دې برخه کې ښه غور او فکر پکار دی. ددې شخړې د حل لاره د سرحدونو په بندولو کې نده، بلکه له یوبل سره په همکارۍ کې ده."

ترکیه وايي د مهاجرینو د بهېر مخه د اروپايي اتحاد له مرستی نه پرته یوازې نشي سوکه کولی، ځکه په ترکیه کې همدا اوس دوه نیم ملیونهکډوال اوسېږي. په دې توگه ترکیه هغه هېواد دی چی په نړۍ کې ترنورو زیات کډوال لري.

XS
SM
MD
LG