د لاس رسي وړ اتصالات

په مقدونیه کې د سرحد بندېدلو، د کډوالو وېره زیاته کړېده


یوه معیوبه کډواله د یونان د (اي ډامېني) یا د خیمو په ښارگوټي کې دېته منتظره ده چې د اروپا بل هېواد ته ولاړه شي.
یوه معیوبه کډواله د یونان د (اي ډامېني) یا د خیمو په ښارگوټي کې دېته منتظره ده چې د اروپا بل هېواد ته ولاړه شي.

سوري کډوال چې پنځه کاله کورني جنگ او د اسلامي دولت ډلې ځپلي دي، اوس له لوږې، ېخنۍ او ناروغېو سره مخامخ دي

لږترلږ اتلس کډوال نن دیکشنبې په ورځ د ترکیې په ساحلي سیمو کې په داسې حال کې ډوب شول چې یونان ته ېې د رسېدلو هڅه کوله.

د اسوشېتېد پرېس تازه رپوټ لیکي د اروپايي اتحاد مشران به د ترکیې صدراعظم طیب اردوغان ددوشنبی په ورځ دېته وهڅوي چې د هغو مهاجرینو بهیر سوکه کاندي چې اروپا ته روان دي. له بل پلوه هغه په زرگونو کډوال بیرته ومني چی د اروپا د کډوالۍ له شرایطو سره برابر ندي.

خو ترکیه په خپله هم د کډوالو غټه ستونزه لري، ځکه چې د سوریې له کورني جنگ نه دوه ملیونو سوري کډوالو پناه وروړېده.

پردې سر بېره اروپايي ټولنه دېته هم گوري چې د کډوالو پرمخ د بالکان لاره بنده کاندي او یونان ته مرستې زېاتې کړي چې د اروپايي ټولنې د اته ویشت غړیو هېوادونو ترمنځ د یو والي لپاره هڅې وکړي.

یوه کډواله له خپلو ماشومانو سره د اي ډامېني د خېمو په ښارگوټي کې نامعلوم برخلیک ته انتظار کوي
یوه کډواله له خپلو ماشومانو سره د اي ډامېني د خېمو په ښارگوټي کې نامعلوم برخلیک ته انتظار کوي

د اروپايي ټولنې د غړيو هېوادونو ترمنځ د کډوالو د ستونزې د اوارولوپه برخه کې ناندرۍ زېاتې سوې دي او هریوه د دې ستونزې د حللپاره جلا جلا لاره غوره کړې ده.

انقره پر اروپا د کډوالو د فشار په کمولو کې مرکزي نقش لرلی سي ځکه چې هره ورځ تر دوو زرو نه زیات کډوال له ترکیې نه یونان ته روان دي. ډېر په یونان کې بند پاته دي ځکه چې د بالکان یوشمېر هېوادونه هغوی شمالي اروپا ته له تللو نه ایساروي. د اروپايي اتحاد د عالي غونډې رئېس ډانلډ ټسک مشرانو ته ولیکل چی له ترکیې نه یونان ته دمهاجرینو د تگ شمېر زښت ډېر دی.

د بالکان په هېوادنو کې سلووینیا، کروویشیا، اوهنگري د طرېش په ملاتړ مقدونیه دېته هڅولې ده چی له یونان سره په خپل سرحد کې کلکه څارنه وکړي او ډېر کم شمېر کډوال خپلې خاورې ته ور پرېږدي.

څرنگه چې د مقدونیې چارواکیو د عراق او سوریې د کډوالو تگ اروپايي هېوادونو تهبند کړی دی، له همدې امله په زرگونو مهاجرین په ناوړه شرایطؤ کې د یونان اومقدونیې په سرحد کې ژوند کوي. له بل پلوه، پر یونان باندې هم چې له ترکیې سره نېژدې دې، د کډوالو فشار زیات شوی دی.

د یونان د (اي ډامېني) یا د خیمو په ښارگوټي کې د ١٣ زرو کډوالو لپاره د اوبو یو څو نلونه شتون لري
د یونان د (اي ډامېني) یا د خیمو په ښارگوټي کې د ١٣ زرو کډوالو لپاره د اوبو یو څو نلونه شتون لري

نن د یکشنبی په ورځ هم د یونان او مقدونیې ترمنځ سرحدی لاره د کډوالو لپاره بنده وه. د (اي ډامنېن) سیمې ته چې دخیمو د ښارگوټي په نامه یادیږي له ٦ زرونه تر ٧ زرو پورې نوي کډوال ورغلي دي.

یو سوري کډوال محمد یاسین وايي" موږ دلته د جگړې له امله راغلي یو، نه کورشته او نه کار شته؛ درې مېاشتې کېږي چی له سورېې نه راوتلي یو او لس ورځی کېږي چې په دې کمپ کې ایساریو. تاسې وگورئ دلته په ډېرو ناوړه شرایطو کې ژوند کوو".

نن دلته گڼ شمېر مهاجرین د پولیسو له پوستوسره د مقدونیې د سرحد د اغزنو مزو او کټارو سره نژدې راټول شوي دي. د یوشمېر کورنیو ښځې اوماشومان، په یخه هوا کې د سرحد له کټارو سره نېژدې په ډېره بېوزلۍ ، ېخنۍ او لوږه کې ژوندکوي، خو د مقدونیې چارواکي یوازې شل دېرشو کسانو ته هره ورځ له سر حد نه د تېرېدلو اجازه ورکوي.

سوري کډوال محمد یاسین وايي د اروپا خلکو ته زما پیغام دادی چې موږ او تاسې د بشریت له مخې وروڼه یو. دانسانیت له مخې وروڼه یو. بشري حقوق لرو؛ پکارده تاسې په دې پوه شئ. موږ هیله من یو تاسې سرحدونه پرانېزئ چې موږ نوی ژوند غوره کړو.

دخیمو په دغه ښار گوټي اي ډامینېن کې د دقیق اټکل له مخې له دیارلسو زرونه تر ١۴ زروپورې کډوال په ډېر سخته یخني او ناوړه شرایطو کې ایساردي او شمېر ېې ورځ په ورځ زېاتېږي.

XS
SM
MD
LG