د لاس رسي وړ اتصالات

د کروناویروس د مخنیوي لپاره د نړۍ په کچه تازه اقدامات


چین ویلي چې پرون په کروناویروس د خلکو د اخته کېډو یوازې ۱۶ پېښې ثبتې شوې دي.
چین ویلي چې پرون په کروناویروس د خلکو د اخته کېډو یوازې ۱۶ پېښې ثبتې شوې دي.

د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د کروناویروس د کنټرول لپاره تازه اقدامات اعلان شوي دي.

د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف، اسپانیې هم د فرانسې او ایتالیا نه وروسته د لسگونو میلونو خلکو پر ګرځېدو راګرځېدو او نړيوالو سفرونو محدودیتونه ولګول.​

استرالیا راتلونکو مسافرو نه غوښتي چې ځانونه قرنطین کړي.

اسپانیا د کرونا د ویروس په وړاندې د مبارزې په موخه پرون خپل ۴٧ میلیونه اوسیدونکي د کورنو څخه له وتلو بند کړي او د پنځلسو ورځو لپاره یې په هیواد کې بیړنی حالت اعلان کړی.

په اسپانیا کې د کورونا ویروس شاوخوا ٠۵٦٢ قضیې ثبتې شوې دي او ١٩٣ کسان د دې ویروس له امله مړه شوي دي.

په اروپا کې اسپانیا تر ایتالیا وروسته هغه هېواد دی چې ډېر وګړي یې په دې وژونکي وایروس اخته شوي دي.

فرانسه هم چې ٦٧ میلیونو خلکو ته په کور د کښناستو امر کړی، د یکشنبې په ورځ (مارچ 1۵) پلورنځي، رستورانتونه او سینماگانې وتړلې.

د فرانسې صدارعظم ایدوارد فلیپ ویلي چې حکومت د کورنا په ویروس د ٩١ کسانو د مړه کیدو او په کورنا ویروس د څلورنیم زرو کسانو له اخته کیدو وروسته بله لاره نلرله.

فرانسې د دې اقداماتو برسیره نن محلي انتخاباتو ته چمتووالی نیسي او ویلي یې دي، دغه ټاکنې د دې هېواد د ډیموکراتیکې بقا لپاره مهمې دي.

واتیکان هم د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د کاتولیکو عیسویان د مشر پاپ فرانسیس د راتلونکې میاشتې د شکرانې اختر ټول عبادتونه به د خلکو له غونډېدو پرته ترسره شي.

بریتانیا د کرونا ویروس د مخنوي په موخه پر سترو غونډو د بندیز لگولو لپاره چمتوالی نیسي او ترڅنگ یې د څلورو میاشتو لپاره هغه خلک هم منزوي کوي چې عمرونه یې له اویا کلونو زیات دی.

د استرالیا، امریکا، بریتانیا او اروپایي هیوادونو مشران له خپلو اتباعو څخه چې له ویرې خوراکي توکي او نور اړین شیان اخلي او انبار کوي، د زغم نه د کار اخیستو غوښته کړې ده.

استرالیا چې د کرونا څه د پاسه دوه نیم سوه قضیې لري په نړیوالو مسافرو یې غږ کړی چې ١۴ ورځې قرنطین شي.

په چین کې چارواکي وايي په کرونا د خلکو د اخته کېدو شمېر کم شوی. چین ویلي چې پرون په کرونا وایروس د خلکو د اخته کېډو یوازې ۱۶ پېښې ثبت شوې دي.

په چین کې په کرونا وایروس د اخته کسانو عمومي شمېر تر ۸۰ زرو او ۸۰۰ اوښتی دی چې د دې تر نیمايي زیات رغېدلي او له روغتونونو رخصت شوي دي.

په نړۍ کې په دې ساري ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۵۶زرو اوښتی او تر ۵۸۰۰زیات کسان یې له املهمړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG