د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي کمیسیون د کډوالو لپاره ایټالیا ته ۱۱۶ میلیونه ډالر ورکوي


د مهاجرینو یوه ډله د ۲۰۱۷ د جون په ۱۷ په سمندر کې له ژغورل کیدلو وروسته د ایټالیا د پوزالو بندر ته د رسیدو په حال کې
د مهاجرینو یوه ډله د ۲۰۱۷ د جون په ۱۷ په سمندر کې له ژغورل کیدلو وروسته د ایټالیا د پوزالو بندر ته د رسیدو په حال کې

اروپايي کمیسیون ژمنه کړې چې د ايټالیا حکومت ته ۱۱۶ میلیون ډالر د هغو مهاجرینو د مدیریت لپاره ورکړي چې د مدیترانې له لارې اروپا ته ځي.

د اروپايي کمیسیون مشر همدا راز ویلي چې د ایټالوي چارواکو سره د همغږۍ د رامنځته کولو لپاره یې په بروکسل کې د تماس یوه ځانګړې ډله تماس جوړوي.

د نایجیریا، بنګلادیش او یو شمیر نورو هېوادونو مهاجر د زیاتره هغو کسانو زیاته برخه جوړوي چې د مدیترانې له لارې ایټالیا ته ځي او بیا اروپايي هېوادونو کې پناه واخلي.

په تازه مورد کې یوې هسپانوۍ کښتۍ په دغه سمندر کې ۱۶۷ مهاجر له ډوبيدو نه ژغورلي دي، خو دیارلس نور یې مړه شوي دي.

په داسې حال کې چې اروپايي ټولنې له ایټالیا سره د د مدیترانې له لارې هغه هیواد ته د رسیدونکو مهاجرینو په اړه د مرستې ژمنه کړې ده، هغه مهاحرین له ستونزو سره مخامخ دي چې د اندونیزیا له لارې آسټرالیا ته ځي.

د آسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې جولي بشپ د جولای په څلرویشته وویل چې حکومت یې هیڅکله د هغو پناه غوښتونکو په اړه په خپل سخت سیاست کې بدلون نه دی راوستلي چې د قاچاقبرانو له لارې له اندونیزیا نه په کښتیو کې آسترالیا ته ځي.

آغلې بشپ وویل چې حکومت یې یوازې د هغو شپږویشتو مهاجرینو په میشت کولو غور کوي چې په هغه هیواد کې نږدې کورنۍ اړیکې لري او اوس د پاپوا ګیني او ناورو په ټاپوګانو کې ایسار پاتې دي.

XS
SM
MD
LG