د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان څخه د ایستل شویو کسانو لومړنۍ ډله یوګاندا ته ورسیدله


د یوګاندا حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ۵۱ کسان چې له افغانستان څخه انتقال شوي د چهارشنبې په ورځ اګست ۲۵ (وږي ۳) دغه هیواد ته رسیدلي دي.

پدغه اعلامیه کې ویل شوي چې پدې ډله کې نارینه، ښځینه او ماشومان شامل دي، خو د هغوی د هویت په اړه یې جزییات ندي ورکړي.

د طالبانو له لورې د کابل له نیولو او د افغانستان څخه د بهرنیو اتباعو او له ګواښ سره مخ کیدونکو افغانانو د انتقالولو د عملیاتو د پیل وروسته یوګاندا اعلان وکړ چې د متحده ایالاتو په غوښتنه حاضر دي چې ۲۰۰۰ افغانانو ته په موقتي توګه په هیواد کې پناه ورکړي.

د یوګاندا مقاماتو ویلي چې دغه کسان به د اسنادو د پړاونو له تیرولو وروسته بل هیواد ته انتقال شي، خو د کوم ځانګړي هیواد نوم یې یاد نکړ.

له دې دمخه د یوګاندا د د طبیعي پیښو په وړاندې د امادګۍ د چارو او مهاجرینو وزیر ایشتر انیاکون داوینیا، ویلي وو چې د افغانستان اتباع به د دریو میاشتو لپاره په اوګاندا کې پاته شي او بیا به متحده ایالات هغوی بل ځای ته انتقال کړي.

یوګاندا د افریقا په ختیځ کې د متحده ایالاتو له نژدې متحدینو څخه دی او په ځانګړې توګه په سیمه کې د امنیتي مسایلو په اړه د امریکا سره همکاري لري

همدا اوس یوګاندا د ۱.۴ میلیون مهاجرو کوربه ده چې اکثر یې د جنوبي سودان د جګړو او ناارامیو په وجه تښتیدلي دي.

XS
SM
MD
LG