د لاس رسي وړ اتصالات

د انسان پیژندنې امریکایي ټولنه: اشرف غني سره تنظیم شوې غونډه لغو شوه


د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني
د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني

د انسان پیژندنې امریکایي ټولنه وایي هغه غونډه یې لغو کړې چې ټاکل شوې وه د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني یې میلمه وي.

دغې ټولنې وویل چې د "هغه وخت او اوسنی افغانستان: د پخواني ولسمشر اشرف غني سره خبرې اترې" تر عنوان لاندې غونډه ټاکل شوی وه د مارچ په ۳۱مه جوړه شي، خو ددې ټولنې د مسولینو په وینا "د هغه وضعیت په دلیل چې زمونږ په کنترول کې نه و" یاده غونډه لغو شوه.

ددغې ټولنې مسولینو امریکاغږ سره په خبرو کې د زیاتو جزییاتو له څرګندولو ډډه وکړه او دا یې هم ونه ویل چې رامنځته شوی نه کنترولیدونکی وضعیت څه و.

خو ددې پیښې له لغو کیدو دمخه افغان څیړونکي تابش فروغ،‌ د یوې آنلاین غوښتنې په خپرولو سره ددې غونډې د لغو کیدو غوښتنه کړې وه. تر اوسه شاوخوا ۹۰۰ کسانو په هغه غوښتنه کې لاس لیک کړی چې دChange.org کې خپره شوې ده.

سره له دې چې د وګړو د پیژندنې امریکایي ټولنې ددغې اعتراض په نتیجه کې ددې غونډې لغو کیدل تائید نه کړل، ښاغلي فروغ ویلي چې ددې غوښتنې څخه د خلکو ملاتړ د غونډې د لغو کیدو سبب شوی دی.

سره له دې چې اعتراض کوونکي د افغانستان څخه د ښاغلي غني په ناڅاپه وتلو سره هغه د رامنځته شوې وضعیت مسوول ګڼي، ښاغلي غني څو ځلې د صوتي او ویدیویي پیغامونو په خپرولو او همداشان په یوې مرکې کې د ځان دفاع کړې او ویلي یې دي چې د افغفانستان څخه د هغه وتلو پدې هیواد کې د جګړې، وینې تویدنې او ورانیو مخنیوی کړی دی.

XS
SM
MD
LG