د لاس رسي وړ اتصالات

محب افغانستان ته د اشرف غني د ستنېدو ادعا رد کړه


حمد الله محمد له محمد اشرف غني سره
حمد الله محمد له محمد اشرف غني سره

د افغانستان د مخکني حکومت د ملي امنیت مشاور حمد الله محب کابل ته د مخکني ولسمشر محمد اشرف غني ستېندل رد کړل.

ښاغلي محب نن یکشنبه فبروري ۲۰ (کب لومړۍ) په خپل ټویټر کې، له ښاغلي غني سره د خپل یو تصویر په خپرولو سره لیکلي دي: « کابل ته د ولسمشر اشرف غني د ستنېدو اوازې بې اساسه دي. ولسمشر غني تل د ټولو افغانانو لپاره پر یوې داسې تل پاتې سولې باورمند او ورته ژمن دی چې ارزښتونه په کې تر پښو لاندې نه شي. ولسمشر غني اوس هم د ولس د خیر لپاره د داسې اساسي بحث ملاتړ کوي چې د هېواد د ټولو وګړو استازیتوب په کې وي.»

څو ورځې مخکې د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا د مرستیال عبدالسلام حنفي په نوم یو ټویټر کې دا خبره لیکل شوې وه چې ښاغلي غني بېرته وطن ته ستنېږي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر کې دا خبره رد کړه. هغه لیکلي چې دا ټویټر د ښاغلي حنفي نه دی او ویلي وو چې دا خبره حقیقت نلري.

په همدې حال کې د ښاغلي غني ورور حشمت غني وايي چې څو ورځې مخکې یې له هغه سره په دوبۍ کې لیدلي دي. هغه دویچه ولي ته په یوې مرکې ویلي دي چې افغانستان ته د ښاغلي غني په ستنېدو باندې کار روان دی او په خبره یې که دا کار د افغانانو په خیر وي، هغه اماده دی ورته.

طالبانو، د تېر کال د اګست په ۱۵ واک ته له بیا رسېدو روسته عمومي بخښنه اعلان کړې او پخواني ولسمشر حامد کرزي، اجرایي مشر عبدالله عبدالله، د سنا د مشر مسلمیار په ګډون یو شمېر پخواني چارواکي په کابل کې د طالبانو په حکومت کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG