د لاس رسي وړ اتصالات

ښه خوب غواړئ؟ لږه قهوه او بوره وخورئ


ارشیف: د کوکاکولا او پیپسی په څیر گاز لرونکې مایعات د بورې په واسطه خواږه کیږي
ارشیف: د کوکاکولا او پیپسی په څیر گاز لرونکې مایعات د بورې په واسطه خواږه کیږي

د یوې څیړنې د موندنو په بنسټ چې د امریکا په متحده ایالاتو کې شوې ده، پوخ عمره کسان چې د شپې له پنځو ساعتونو څخه زیات خوب نه شي کولای ښایي چې سوډا او یا گاز لرونکي درانده مایعات به استعمالوي.

د کوکاکولا، فانټا او د څښاک نور مایعات د امریکایانو په غذایي رژیم کې د زیاتې بورې اصلي منبع ده. د څښاک دغه شیان او د خوب کموالی دوه ځانگړي عوامل دي چې د خلکو په زیات چاغوالي کې رول لوبوي او د څښاک هغه شیان چې په بورې خواږه شوي دي د قلبي او شکرې د ناروغیو په زیاتوالي کې هم رول لري.

ددې څیړنې څیرونکو نژدې ١٩ زره پوخ عمره کسان سروی کړي چې د هغوی د موندنو په بنسټ په سروی کې د شاملو کسانو په سلو کې ١٣ په یوه شپه کې پنځه ساعته او یا له هغه څخه کم خوب کاوه.

ددې څیړنې موندنې ښیي چې دغو کسانو په سلو کې ٢١ د څښاک هغه شیان کارولي وو چې په بوره خواږه شوي وو.

ددې څیړنې د موندنو له مخې د هغو نوشابو څښاک چې د کافین لرونکي دي د خلکو پر خوب باندې منفي تاثیر کوي، ځکه ددې څیړنې د یو لیکوال اریک پریثر، په وینا کافین په مغزو کې د هغو خاصو کیمیایي موادو لاره ډب کوي چې خلکو ته د سټریا احساس ورکوي.

د بورې په اړه ویل کیږي چې د خوب کموالی ښایي زیات خلک د بورې استعمال وهڅوي نه داچې برعکس.

د ښاغلي پریثر، په وینا دغې څیړنې دا نه ده ثابته کړې چې بوره او یا کافین په مستقیمه توگه د بې خوبۍ سبب کیږي.

په عمومي توگه، په سروی کې شاملو په سلو کې ٢٣ کسانو ویلي دي چې د شپې شپږ ساعته خوب کوي او په سلو کې ٧٥ کسانو بیا ویلي دي د شپې له اوو څخه تر اتو ساعتونو پورې خوب کوي.

ددې څیړنې موندنې همداشان ښیي، هغه کسان چې د شپې له پنځو ساعتونو څخه زیات خوب نه کوي، د هغو سکانو په پرتله چې له اوو څخه تر اتو ساعتنونو پورې بدیږي، په سلو ٢٦ زیات له معمولي نوشابو او په سلو کې ٣٣ د څښاک هغه شیان کاروي چې کافین لري.

XS
SM
MD
LG