د لاس رسي وړ اتصالات

د حقاني شبکې پر یو پخواني قومندان بمی برید شوی


مولوي سردار نږدې دولس کاله وړاندې د افغان حکومت د سولې له بهیر سره یو ځای شوی دی او اوس په خوست کې د یوې شورا مشرۍ کوي
مولوي سردار نږدې دولس کاله وړاندې د افغان حکومت د سولې له بهیر سره یو ځای شوی دی او اوس په خوست کې د یوې شورا مشرۍ کوي

په خوست کې د حقاني شبکې يو پخوانی قوماندان او اوسمهال د مجاهدينو د
يووالي اسلامي شورا مشر مولوي محمد سردار ځدراڼ نن په دغه ښار کې له يوې بمي چاودنې روغ وتلی دی خو یو ساتونکی یې ټپي شوی دی.

د خوست د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرضد د مبارزې مدير ګلداد مندوزي امريکاغږ ته وويل، چې دغه چاودنه نن غرمه شاوخوا دوولس بجې د مولوي ځدراڼ پر موټر شوې.

هغه وويل، چاودېدونکي مواد په يوه سراچه موټر کې ځای پرځای شوي وو او
داسې مهال چاودنه ورکړل شوې، چې مولوي محمد سردارځدراڼ په خپل موټر کې د پېښې له ځايه د تېرېدو په حال کې و.

ښاغلي مندوزي وويل، چې په چاودنه کې يو کس ټپي شوی او نور ځاني زيان لري،
خو زياتوي، چې د دغه پخواني جهادي قوماندان موټر يو څه تخريب شوی دی.

په خپله مولوي محمد سردار ځدراڼ د پېښې په ځای کې امريکاغږ ته وويل، چې
په پېښه کې يواځې د ده يو ساتونکی ټپي شوی، خو دی او نور ملګري يې روغت
وتلي دي.

مولوي ځدراڼ شاوخوا دوولس کاله مخکې د ملي پخلاينې له لارې له افغان حکومت سره يو ځای شو او له هغه مهال راهيسې په خوست کې د مجاهدينو د اسلامي يووالي په نوم د شورا مشري پرغاړه لري.

تر اوسه د دغه بمي بريد مسووليت چا پر غاړه ندی اخيستی، خو بايد وويل شي،
چې په زياتره مواردو کې د دا ډول بريدونو پړه د حکومت پر وسله والو مخالفين اچول کېږي.

د يو بل خبر له مخې د پکتيکا د زيړوک ولسوالۍ په بازار کې د يوه ځای پرځای شوي بم چاودنې په نتيجه کې لږ تر لږه څلور ملکيان وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

د پکتيکا د والي وياند نبي الله پيرخېل امريکاغږ ته وويل، چې چاودنه نن سهار شوې، خو تر اوسه يې هدف ندی معلوم شوی، مګر زياته يې کړه، چې په اړه
يې تحقيقات روان دي.

تر اوسه د پکتيکا د زيړوک ولسوالۍ د دغې بمي چاودنې مسووليت چا پرغاړه
ندی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه څه ويلي دي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG