د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان د انتخاباتو څخه د منع کیدو د پریکړې په خلاف اقدام کړی


د پاکستان د مخکني صدر اعظم عمران خان مدافع وکیل او ویاند ویلي چې شنبه اکټوبر ۲۲ (تلې ۳۰) یې د انتخاباتو د کمیسون د هغې پریکړې په خلاف اقدام کړی چې له مخې یې ښاغلی خان د پنځو کالونو لپاره نشي کولی د هیڅ ډول دولتي ادارې مشري وکړي.

ویاند فواد چوهدري ویلي چې د اسلام آباد په عالي محکمې کې د انتخاباتو د کمیسیون د پریکړې په خلاف عریضه سپارل شوې او په عاجله توګه پرې د غور کولو غوښتنه شوې.

د عمران خان مدافع وکیل علي ظفر هم ویلي دي چې هیله مند دی محکمه به د انتخاباتو د کمیسیون پریکړه باطله کاندي.

د انتخاباتو کمیسیون د جمعې په ورځ اکټوبر ۲۱ وویل چې عمران خان په غیر قانوني توګه دولتي تحفې پلورلي او هم یې د صدراعظم په توګه خپله شتمني پټه کړې.

د همدې حکم له مخې مخکنی صدراعظم د پنځو کالونو لپاره نا اهله شو او پدې سره نشي کولی چې هیڅ ډول دولتي مقام ولري او په پارلمان کې هم په اتوماتیکه توګه خپله څوکۍ بایلي.

په پاکستان کې حکومتي مشران اجازه لري چې تحفې بیرته وپیري خو ډیری وخت دا تحفې نه پلورل کیږي او که چیرته دا کار وکړي باید چې اړوندو ادارو ته د خپل عاید په هکله خبر ورکړي.

عمران خان پداسې حال کې د انتخاباتو د کمیسیون د پریکړې په خلاف اقدام کوي چې ټاکل شوې هغه بله جمعه خپلو پلویانو ته اعلان وکړي چې څه وخت د پایتخت اسلام آباد په لور اوږد لاریون پیلوي.

پاکستاني ورځپاڼو د میاشتو راهیسې په زړه پورې کیسې خپرې کړې چې ښاغلي خان او د هغه میرمن په بهر کې د سفرونو په ترڅ کې د ملیونونو په ارزښت قیمتي ډالۍ ترلاسه کړې چې په کې لوکس ساعتونه، ګاڼې، ډیزاین شوي لاسي بکسونه او عطرونه شامل دي.

عمران خان ویلي دي چې هغه د ملي امنیت په دلیلونو ځینې ډالۍ نه دي ثبت کړي، خو په لیکلې بڼه یې اعتراف کړی چې د نږدې ۲۲ میلیونه روپیو (سل زرو ډالرو) په ارزښت توکي یې اخیستي او وروسته یې په دوه چنده زیات پلورلي دي.

دا پریکړه د پاکستان په سیاسي کړکیچ کې وروستۍ پیچلتیا ده چې حتی په اپریل میاشت کې د ښاغلي خان د ګوښه کولو دمخه پیل شوی ده. دا قانوني مبارزه د نړیوال کرکټ د پخوانی ستوري او د هغه د پاکستان تحریک انصاف (PTI) ګوند لخوا د څو قانوني مبارزو له جملې څخه ده.


XS
SM
MD
LG