د لاس رسي وړ اتصالات

د دولتي اسرارو افشاد کیدو په قضیې کې د عمران خان ضمانت منظور شو


د پاکستان سترې محکمې جمعه ډسمبر ۲۲ (مرغومۍ لومړۍ) د دولتي محرمو اسنادو افشا کولو په قضیې کې د پخواني صدراعظم عمران خان ضمانت منظور کړ.

سره لدې چې د سترې محکمې دا حکم د ښاغلي خان لپاره چې د فساد له کبله بندي دی حقوقي بری دی خو د دې ۷۱ کلن پخواني صدراعظم لپاره د زندان څخه د خوشې کیدو معنی نلري. عمران خان د روان کال اګست میاشتې راهیسې چې په رسمي توګه په فساد تورن شوی، په همدې زندان کې بندي دی.

د پاکستان دې پخواني مشر په زندان کې دننه د تړلو دروازو تر شا د یوې ځانګړې محکمې حکم په خلاف چې د همدې محرمو اسنادو په قضیه کې یې هغه تورن کړی و، د استیناف غوښتنه کړې وه.

په عمران خان دا تور دی چې د سایفر یا شفر په نامه سند یې چې په متحده ایالاتو کې د پاکستان پخواني سفیر حکومت ته سپارلی و، د خپلې ګټې په خاطر افشا کړی او د هیواد د رسمي اسرارو د قانون څخه په سرغړاونې تورن دی.

د سترې محکمې د دریو قاضیانو پلاوي په حکم کې ویل شوي، " په اوس وخت کې د پړ بللو لپاره په کافي اندازه مواد نشته چې ښایي وښیي عارض د سایفر په ټیلګرام کې معلومات د عام ولس سره شریک کړي".

دا دیپلوماتیک کیبل په واشنګټن کې د پاکستان پخواني سفیر اسد مجید د ۲۰۲۲ کال د مارچ په میاشت کې په پارلمان کې د عمران خان پر ضد د نه باور رایې ګیرۍ څخه یوه میاشت وړاندې حکومت ته استولی و.

عمران خان ادعا کړې چې همدا شفر ثابتوي چې متحده ایالاتو د پاکستان پوځ په مرستې د هغه په بې واکه کیدو نقش درلود. پدې کیبل کې ادعا شوې چې ښاغلي لو ګواښ کړی که عمران خان په واک کې پاتې شي، متحده ایالات به پاکستان په نړیواله کچه څنډې ته کړي.

عمران خان ادعا کړې چې د جنوبي او منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ډونالډ لو، ظاهراً په واشنګټن کې د پاکستان له پخواني سفیر اسد مجید خان څخه غوښتي چې د پاکستان پوځي مشرتابه ته ووایي چې عمران خان د پارلمان د نه باور رایې له لارې لرې کړای شي، ځکه چې د دغه هېواد پخواني صدراعظم پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل په اړه ناپیلتوب غوره کړی دی.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند چې عمران یې باني دی، شکایت لري چې اوسني چارواکي د پوځ په لمسون د دې ګوند کاندیدان ځپي او نه یې پریږدي چې راتلونکو عمومي انتخاباتو ته چې د ۲۰۲۴ کال فبروري میاشتې کې کیږي، د کاندید کیدو اسناد وسپاري.

خو ددې ټولو ځپنو سر بیره د نظر معلومولو په تازه سروی ګانو کې معلومه شوې چې عمران خان په پاکستان کې په ملي کچه محبوبترین سیاسي مشر دی او د تحریک انصاف ګوند یې د هیواد تر ټولو ستر سیاسي ګوند دی.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د عمران خان له خولي د جمعې په ورځ په یوې اعلامیې کې خبرداری ورکړی چې په انتخاباتي سیالیو کې د "هیواد تر ټولو ستر ګوند" د مخنوي هڅې به د پاکستان ثبات وګواښي.

په اعلامیې کې پرته لدې چې د کوم چا یا کومې ادارې نوم واخیستل شي، ښاغلي خان ویلي چې " د انتخاباتي پروسې څخه د پاکستان تحریک انصاف کاندیدانو ایستلو لپاره د ظلم او جبر هڅې کیږي، په غیر قانوني توګه نیول کیږي، د کاندید کیدو پاڼې ترې اخیستل کیږي او ځورول کیږي".

که له یوې خوا د پاکستان سرپرست صدراعظم انور الحق کاکړ په وار وار ژمنه کړې چې حکومت به یې عادلانه، راڼه او آزاد انتخابات کوي خو بلې خوا بیا انتقاد کوونکي وایي چې هره ورځ د تحریک انصاف ګوند د کاندیدانو په کورونو چاپې اچول کیږي او د حکومت پدې رسمې ژمنې چندانې باور نلري.

د تحریک انصاف ګوند کاندیدان وایي چې آن انتخاباتي غونډو او لاریون کولو ته نه پریښودل کیږي.

دا ګوند اړ شو چې تیره اوونۍ د "مجازې جلسې" په نامه انتخاباتې هلې ځلې په انټرنیټ کې پیل کړې.

سره لدې چې حکومت په همدې ورځ چې د عمران خان ګوند دا آنلاین غونډې ترتیب کړې وې په د انټرنیټ خدمات محدود کړې و او ټولنیزو شبکو ته یې لاسرسی ې ګډوډ کړی و خو ویل کیږي چې دا غونډه په یوټیوب کې ۱.۵ ملیون ځله کتل شوې وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG